Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شېرپاو: د افغان کډوالو او ناروغانو لپاره دې د ویزې او تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي

کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۹): د کوزې پښتونخوا د ملي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ويلي چې د افغان کډوالو او ناروغانو لپاره دې د ویزې او تګ راتګ په برخو کې ځانګړې اسانتياوې رامنځته شي، څو د دواړو لورو د خلکو ترمنځ اړيکې پیاوړي شي.

افتاب احمد خان شېرپاو دغه څرګندون نن (د وږي ۸مه) په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوی قونسل نجیب الله احمدزي سره په وطن کور کې د ليدلو پر مهال کړې دي.

افتاب احمد خان شېرپاو او په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان لوی قونسل نجیب الله احمدزي ترمنځ د نورو خبرو ترڅنګ پر سودګرۍ، ترانزیټ او د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې وشوې.

شېرپاو د غلام خان د لارې پر ترانزیټ کېدو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې پاتې کارونه یې  ژر تر ژره خلاص شي، څو له دې لارې عملاً ترانزیټ پیل شي او همدارنګه د سوداګریزو ستونزو د هواري لپاره یې له مرکزي حکومت سره د خبرو کولو ژمنه وکړه.

هغه د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو او ناروغانو لپاره دې د ویزې او د تګ راتګ په برخو کې ځانګړې اسانتياوې رامنځته شي، څو ولسې اړيکې لا پیاوړې شي.

دغه راز د افغانستان لوی قونسل نجیب الله احمدزي د افتاب احمدخان شېرپاو د نېک نظر قدرداني وکړه او ویې ویل چې د پاکستان مرکزي حکومت د یادو ستونزو لپاره د حل لارې پیدا کولو ته سترګې پر لاره دی.

شېرپاو دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان کډوالو او ناروغانو پر وړاندې وخت ناوخت د پاکستان د حکومت له خوا ستونزې جوړېږي او ان د افغان سوداګرو د توکو پر وړاندې هم خپلې پولې تړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.