خوست (پژواک، ۹ تله ۹۹): د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې په یوه ریکشا کې د لېږدوونکي ماين چاودنې یو کس وواژه او شپږ نور يې ټپيان کړل.
چاودنه نن مازديګر نږدې پنځه بجې وشوه.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه په ریکشا کې د لېږدوونکي ماین له امله وه.
د هغه په وينا، چاودنې خپله ماین لیږدوونکی وژلی او شپږ ملکي کسان یې ټپيان کړي دي.
حیدر وایي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن