کندهار (پژواک، ۱۲ تله۹۹) : په کندهار ولایت کې یو موټر بم هدف ته له رسیدو مخکې له منځه وړل شوی، چې له امله یې یواځې بریدګر وژل شوی دی.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحی علوي د تلې په ۱۲مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماخوستن مهال په اوه بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته شوې وه.
هغه زیاته کړه، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې په میوند ولسوالۍ کې ملي اردو پر یوه مرکز د موټر بم برید و کړي ، خو موخې ته تر رسیدو مخکې د ملي اردو ځواکونو لخوا له لوري په نښه او له منځه یوړل شو.
علوي وایي چې په دې پيښه کې یواځې بریدګر وژل شوی او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې نن په ننګرهار ولایت کې د موټر بم برید له امله لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.