کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): د ملي امنيت شورا وايي چې له يوې بريالۍ پروسې وروسته د هېواد په ٢٩ ولايتونو کې ١٠٠ ولسواليو ته نوي روزل شوي امنيه قوماندانان وټاکل شول.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د هېواد د ولسوالیو د ۱۰۰ نوو مقرر شوو امنیه قوماندانانو د معرفي په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې چې د ولسمشر لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو شتون درلود، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وویل، د ولسمشر پر لاښوونه د ولسوالیو د امنیه قوماندانانو د ارزونې په موخه یوه کمېټه موظف شوه.
هغه زیاته کړه، په لومړي پړاو کې د یوې شفافې پروسې له لارې ۱۰۰ بریدملان او افسران انتخاب او تثبیت رتبه شول.
د ملي امنیت سلاکار نوو مقرر شوو امنیه قوماندانانو ته په خطاب کې وویل: "تاسې برحقه مبارزه مخې ته وړئ، ستاسې د کړنو تصویر د جمهوریت تصویر دی، موږ او تاسې د افغانستان اسلامي جمهوريت تر مشروع نظام لاندې هېواد او خلکو ته خدمت کوو."
وروسته د ملي امنیت شورا دفتر امنیتي سکتور د رهبرۍ انکشاف او تزکیې ريیس ضیا عاصي د یادو ګومارل شوو قوماندانانو د ټاکلو په موخه د تخنیکي کمېټې په اړه معلومات ورکړل، ویې ویل، د ولسمشر د قاطع او صریحې لارښوونې پر بنسټ د ۲۵۸ ولسوالیو امنیه قوماندانیو د رهبرۍ د تغییر کار پیل شو او کمېټې له ۴۵ ورځې کار او د کابو ۶۰۰ بریدملانو او سترو افسرانو له ارزونې وروسته، ۱۰۰ تنه بریالي و ارزول او په ۲۹ ولایتونو کې امنیه قوماندانان وټاکل شول.
ورپسې د نوو مقرر شوو قوماندانانو په استازیتوب سید جلال سادات د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان له باوره مننه وکړه ویې ویل، له خلکو سره به زموږ کړنې، اجراات او همغږي، په خپله له خلکو واورئ.
هغه زیاته کړه، د هېواد د رښتینو بچیو په څېر مو خپلې دندې په هر ډول شرایطو کې ترسره کړې او د قانون نافذولو، د خلکو د مال او ځان د دفاع او دوی ته د هوسا ژوند زمینې برابرولو په برخه کې به هېڅ راز هڅې درېغ نه کړو.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، انګېزه، سوق او اداره او امکانات درې مهم عناصر دي چې ستاسې د بریالیتوب لامل ګرځي او باید دغه عناصر په جدي توګه په پام کې ونیسئ.
صالح زیاته کړه، تاسې باید په خپلو کارونو کې تعادل په پام کې ولرئ، د ټولنې له هر قشر سره نېک چلند وکړئ، اراضي وپېژنئ او د دښمن په ماتولو او شا تمبولو کې له خلکو سره همغږي شئ.
ولسمشر غني د ولسوالیو نوو ګومارل شوو قوماندانانو ته په خطاب کې وویل، ولسوالیو ته به ستاسې په ورتګ سره، هلته داسې انګېزه، مدیریت، تعهد او خوځښت راشي چې د افغانستان په تاریخ کې به بېساری وي.
هغه زياته کړه: "تاسې په دې خاطر انتخاب شوي یاست چې له زړه نه پر هېواد باورمن یاست او قربانۍ مو ورکړې دي. ملت تعهد او سرښندنه غواړي او تاسې متعهد او سرښندونکي بچیان یاست."
login or register a new account.