ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزى: پاکستان په افغانستان کې د اوربند ډاډ راکړى

داوودزى: پاکستان په افغانستان کې د اوربند ډاډ راکړى

author avatar
28 Oct 2020 - 16:54
داوودزى: پاکستان په افغانستان کې د اوربند ډاډ راکړى
author avatar
28 Oct 2020 - 16:54

کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٩) : د پاکستان لپاره د ولسمشر اشرف غني ځانګړى استازى محمد عمر داوودزى وايي چې پاکستانيو چارواکو ورته ډاډ ورکړى چې د روان زيږديز کال تر پايه به په افغانستان کې اوربند اعلان شي.

داوودزى چې د افغان سوداګرو له يوه پلاوي سره پاکستان ته تللى دى، دا څرګندونې له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې، پر طالبانو د پاکستان اغېز اوس هم شته او نه یواځې امریکا بلکې دوی هم دا مني،‌ چې له امریکا سره خبرو ته طالبان پاکستان حاضر کړل.

د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، افغانستان له پاکستان څخه هيله لري چې د اوربند برخه کې ژر ګام پورته کړي.

نوموړي ويلي : "دلته په غیررسمي ناستو کې ډاډ راکړل شوی،‌ چې د کال تر پایه به که خدای کول جنګ بندي اعلان شي. "

خو دا چې دا ډاډ د کومو پاکستانيو چارواکو له خوا ورکړل شوى، داوودزي يې په اړه معلومات ورنه کړل.

هغه په داسې حال کې پاکستان ته تللى، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي او په ورته وخت کې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې تر یوې میاشتې تېرېدو سره سره رسمي مذاکرات لا نه دي پيل شوي.

د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي په دې مرکه کې ويلي چې د پاکستان لومړى وزیر عمران خان به په همدې کال کې کابل ته رسمي سفر وکړي او هلته به د ولسشمر غني او عمر خان ترمنځ د اوربند ترڅنګ نورې خبرې هم وشي.

د هغه په وينا، اسلام اباد ته د سفر پر مهال که څه هم د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغان سولې په اړه خبرې ونه شوې، خو له نورو چارواکو سره يې په تفصيل خبرې شوې دي.

داوودزى وايي، له پاکستان څخه د افغان سولې په تړاو دوه غوښتنې لري چې يوه په کې د اوربند ټينګښت  او دویمه هغه يې د جمهوریت ملاتړ کول دي.

ده زياته کړه: "دا چې په پاکستان کې هم جمهوریت دی او په افغانستان کې هم د جمهوریت نظام دی، نو له پاکستان څخه زموږ توقع دا هم ده، چې په دې مذاکراتو کې د جمهوریت ملاتړ وکړي. "

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.