ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د ملي امنيت مرستيال د دهراوود په جګړه کې ټپي شوى

د اروزګان د ملي امنيت مرستيال د دهراوود په جګړه کې ټپي شوى

author avatar
31 Oct 2020 - 16:59
د اروزګان د ملي امنيت مرستيال د دهراوود په جګړه کې ټپي شوى
author avatar
31 Oct 2020 - 16:59

ترينکوټ  (پژواک، ١٠ لړم ٩٩) : د اروزګان ولايت د ملي امنيت رياست مرستيال د دهراوود ولسوالۍ په جګړه کې ټپي شوى دى.

د دهراوود ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د لړم په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت مرستيال غلام قادر کمين له تېرو څو اوونيو راهيسې د دهراوود په جګړه کې بوخت دى.

سرچينې زياته کړه، چې پرون ناوخته د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې نښتې پر مهال ټپي، خو يو ساتونکى يې وژل شوى دى.

يادې امنيتي سرچينې وويل چې څو ورځې مخکې د ولسوالۍ مرستيال ولسوال هم په نښته کې وژل شوى دى.

په دهراوود ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې جګړه روانه ده چې له امله يې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دهراوود ولسوال ويلي، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو ولسوالي يې سقوط کوي.

وسله و الو طابانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.