کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): د ولسمشرۍ ماڼۍ اړونده د ملي پراختيا شرکت وايي چې په ټول هېواد کې د نږدې دوه ميليارده افغانيو په لګښت د تاريخي اثارو د بيارغونې او ترميم چارې روانې دي.
د ملي پراختيا شرکت مطبوعاتي مسوول محمد مصطفى نويد د لړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تاریخي ابدات او لرغوني آثار د تاریخ او د انسانانو د تمدن او د ملتونو د هویت او کلتوري اصالت ښکارندویي کوي.
هغه زياته کړه، چې د هېواد د تاریخي اثارو ترمیم، بیارغونه او ساتنه یو له هغو پروژو څخه ده چې د ملي پراختیا شرکت يې په مرکز او ولایتونو کې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ پرمخ وړي.
نويد وايي، د تاریخي ابداتو بیارغونه د هغوی د تاریخي اصالت او لرغونتیا ساتنې له امله له نورو ودانیزو پروژو سره توپیر لري؛ ځانګړي جوړښت او ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري، چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزه دستګاه او د بنايي ساختماني تصدۍ د یو میلیارد نهه سوه دوه دېرش میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۸ لرغونو آثارو بیارغونه او ترمیم په غاړه لري.
د نوموړي په وينا، په دې لرغونو ابداتو کې يو هم د کابل ښار بلند قلعه ( د کابل ښار لوړه کلا) ده، دا د کابل ښار د کلوله پشتې غونډۍ په سر کې موقعیت لري. دا کلا چې یو له تاریخي آبدو څخه ده لرغونتیا يې ۱۸۷۳-۱۸۷۹زیږدیزو کلونو ته رسیږي.
د ملي پراختيا شرکت مطبوعاتي مسوول وايي چې دغه راز په دې لرغونو اثارو کې د تخت استالف هوټل د تاج بیک ماڼۍ د پغمان بالا باغ ماڼۍ، د شاه دو شمشیره (رح) جومات بیارغونه، د روضه مبارک بیارغونه(مزار شریف) غزني کې د امان الله خان ماڼۍ، د هرات تاریخي ګدامونه، په سمنګان ولایت کې د رستم تخت بیارغونه ، په نیمروز ولایت کې د چګني کلا بیارغونه، د کندوز ولایت امام صاحب بندر کې د حاجی شهید جومات بیارغونه ، د هلمند ولایت د بُست تاق اساسي بیارغونه، د هلمند ولایت د شهیدانو د زیارت پروژې بیارغونه، د هلمند ولایت په بُست کلا کې د ابن حبان بُستي مقبرې ودانۍ بیارغونه، د هلمند ولایت د بُست کلا په مرکز کې کوهي ته د تللې لارې بیارغونه او د هلمند ولایت د بُست کلا د تنور یخچال بیارغونه شامل دي.
دغه راز نويد وويل، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د محمد غازي مقبره اساسي بیارغونه، هرات ولایت کې د مزدا خان حوضونو بیارغونه، د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د قلعه فتوح بڼ جومات بیارغونه، د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې د شهباز خان مدرسې (کهنه مدرسه) بیارغونه ، د هرات ولایت لوی جومات بیارغونه، د کندهار خانقاه محافظتي چتر، د میوندي ملالې د مقبرې بیارغونه او ترمیم ، په جلال آباد ښار کې د شاه امان الله خان مقبرې بيارغونه او ترميم شامل دي.
د هغه په وينا، ددې لرغونو ابدو د بيارغونې او ترمیم چارې په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي چې ډېر ژر به ېې یوشمېر بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن