ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صدیقي: د افغانستان د نا امنیو اصلي عاملین د پاکستان مدرسې دي

صدیقي: د افغانستان د نا امنیو اصلي عاملین د پاکستان مدرسې دي

author avatar
7 Nov 2020 - 19:53
صدیقي: د افغانستان د نا امنیو اصلي عاملین د پاکستان مدرسې دي
author avatar
7 Nov 2020 - 19:53

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹) : د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې  د پاکستان دیني مدرسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او نا امنیو اصلی عاملین دي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د پاکستان د حقانیه مدرسې مشر او د جمعیت علماء اسلام ګوند د پخواني مشر مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق د پيښور یوې مدرسې کې د وینا پر مهال ویلي، چې طالبانو امریکا ته ماتې ورکړه اوس دې افغان حکومت هم طالبانو ته تسلیم شي.

هغه یو ځل بیا په افغانستان کې پر جهاد د ټینګار ترڅنګ ویلي ، چې طالبان د پاکستان د لویدیځو سرحدونو ساتونکي دي.

د افغانستان حکومت د نوموړي ددې څرګندونو پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی دی، د پرون د حج او اوقافو وزارت د ملا حامد الحق څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې ماشومانه وبللې.
بلخوا د  ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د پاکستان دینې مدرسې د افغانستان په جګړه او تاوتریخوالي کې مهم رول لري او دا مدرسې د افغانستان د نظام خلاف ناوړه تبلیغ کوي.

هغه زیاته کړې: « له پاکستانیانو ډيرې خبرې اورو چې وایي د افغان سوله کې مثبت رول لوبوو ، خو چې په عمل کې یې ګورو ددغه هیواد یو شمیر ملایان چې خلک ورته د طالبانو معنوي پلاران هم وایي، د افغانستان د خلکو او نظام پر ضد څرګندونې کوي ، دوی د سخت  دریځۍ او ورانکارۍ لپاره تبلیغ کوي او دا کړنې یې د نړیوالو اصولو خلاف دي. » 

صدیقي وایي، افغانستان د پاکستان له حکومته غواړي چې د دا ډول مدرسو مخه ونیسي ځکه چې دا مدرسې په افغانستان کې د ویجاړیو، تاوتریخوالي او سخت دریخۍ اصلي عاملین دي.

د ولسمشر ویاند ویلي، افغانستان تر اوسه د پاکستان له لوري د سولې او تاوتریخوالي کمولو په تړاو عملي اقدامات نه دي لیدلي .

نوموړي په پاکستان کې د دا ډول مدرسو پر شتون اندیښنه څرګنده کړه چې د افغانستان پر ضد ناوړه تبلیغات کوي.

صدیقي د پاکستان له حکومت څه وغوښتل چې د دا ډول مدرسو مخه ونیسي.

بلخوا دننګرهار ولایت د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت هم د ملا حامد  الحق یادې څرګندونې چې د افغانستان  جګړه یې روا بللې، په کلکه غندلي دي.

نوموړي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي : " دوی په داسې حال کې افغانستان کې جهاد روا بولي چې،  د پاکستان رسمي ژبه اوس هم انګلیسې ده او هلته لسګونه د بد اخلاقۍ مرکزونه عال دي، او حکومت له دې مرکزونو ټیکس اخلي. "

احمد علي زیاته کړه، چې ملا حامد الحق د هغه پوځ ننګه او ملاتړ  کوي چې په اسلام اباد کې یې لعل جومات شهید کړ ، په بېلابېلو سیمو کې یې زرګونه بېګناه پښتانه، په وزیرستان، سوات، باجوړ،خېبر ایجنسۍ او په ځینو نورو سیمو کې یې خلک ووژل ، بې کوره کړل او زرګونه لاهم لادرکه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.