ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د غزني حوزوي روغتون د درملو له کمښت سره مخ دى

خلک: د غزني حوزوي روغتون د درملو له کمښت سره مخ دى

author avatar
11 Nov 2020 - 14:55
خلک: د غزني حوزوي روغتون د درملو له کمښت سره مخ دى
author avatar
11 Nov 2020 - 14:55

غزني ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت حوزوي روغتون د درملو له کمښت سره مخ دى او خلک اړ دي چې خپلو ناروغانو ته له بهر څخه درمل وپيري.

خو بل لورته د ياد روغتون مسوولين وايي چې له امکاناتو سره سم دوى د ټولو ناروغانو درملنه کوي او درمل ورکوي.

د غزني د حوزوي روغتون د يوه ناروغ پاېواز احمد خان د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خپل پلار يې په دغه روغتون کې د درملنې په موخه بستر کړى دى.

هغه وايي: ((په دغې شفاخانه کې هېڅ دوا نشته دى، يو کانول که هم پکار شي مجبور له بېرونه يې راوړې، ډېر خلک د دوا د اخيستو پيسې نه لري.))

همدارنګه د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې له څلورو ورځو راهيسې يې ١٦ ورځنۍ لور په دغه روغتون کې بستر ده.

ده زياته کړه: ((هم درمل له بيرون څخه راوړو او هم معاينات بېرون کوو، ما خپله پېسې قرض اخيستې دى، ما غوندې ډېر خلک دي چې پيسې نه لري.))

همدارنګه د غزني ښار بل اوسېدونکي سعيدالرحمن پژواک ته وويل چې په حوزوي روغتون کې د امکاناتو د نشتون له امله يې خپل ناروغ په شخصي روغتون کې بستر کړى دى.

ده هم وويل: ((نه درمل لري، نه د معايناتو لپاره امکانات لري او نه د پايواز لپاره ځاى لري، ټول پاېوازان د شپې له مخې په يخنۍ کې پراته وي، چې دا يو لوى مشکل دى.))

يو شمېر نورو ناروغ لرونکو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د عامې روغتيا وزارت بايد هرڅه ژر دغه ستونزه هواره کړي.

د يادو څرګندونو په ځواب کې د غزني د حوزوي روغتون سرپرست رييس محمد ابراهيم نوري پژواک ته وويل چې د دوى امکانات کم دي، خو د خلکو غوښتنې ډېرې دي.

هغه زياتوي: ((د بستر ناروغانو ته موږ نوي سلنه درمل ورکوو، خو دې نورو ناروغانو ته بيا له امکاناتو سره درمل ورکوو.))

رييس وايي چې ياده ستونزه يې په کابل کې د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره شريکه کړې او هغوى هم د حل ژمنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.