Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر او زوی یې په یوه کمین کې وژل شوي

د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر او زوی یې په یوه کمین کې وژل شوي

author avatar
12 Nov 2020 - 18:57
د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر او زوی یې په یوه کمین کې وژل شوي
author avatar
12 Nov 2020 - 18:57

محمودراقي (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر او د هغه زوی د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په کمین وژل شوي دي.

د کابل د قرباغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر محمد اکبر موټر چې د کابل پر لور روان و، نن له غرمې مخکې د قره باغ ولسوالۍ د موټر پلورنځیو په سیمه کې د ناپېژادندو وسله والو له کمین سره مخ شو.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې محمد اکبر او زوی یې ژول شوي او خدمتي کارکوونکی یې ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه چې ټپي د قرباغ په کلینیک کې له لومړنیو مرستو وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون ته وړل شوی دی.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.