هرات ښار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د هرات امنیتي خبرو اترو نهمه ناسته نن د لوړپوړو حکومتي چارواکو په ګډون ترسره شوه.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو رییس داوود مرادیان د دې ناستې موخه په افغانستان کې د جګړو د اصلي عواملو او د سولې د ټینګښت ډ څرنګوالي ارزونه یاده کړه.
مرادیان زیاته کړه چې د روان کال د هرات امنیتي کنفرانس د کرونا ویروس له امله د سیمې د هېوادونو او بنسټونو استازو ته په حضوري ډول بلنه نه وه ورکړل شوې نو له همدې امله دغه کنفرانس د پنجشنبه ورځ په مجازي ډول جوړ شو.
هغه زیاته کړه، د هرات امنیتي خبرو اترو نهمه ناسته کې تر اتیا ډېرو کسانو چې حکومت چارواکي او په هرات کې مېشت ډیپلوماتیک استازي وو، ګډون کړی و.
دغه راز د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس چې په یاد کنفرانس کې یې ګډون کړی دی، وویل چې د سولې خبرې باید دوام پیدا کړي.
عبدالله دغه راز زیاته کړه چې د جګړې سختول د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.
ډاکتر عبدالله په دوحه کې د سولې په بین الافغاني خبرو کې پر نه پرمختګ اندېښنه وښوده او د طالبانو ډله تورنوي چې په دغو خبرو کې نرمښت نه ښیي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره باید سیمه ییزه اجماع رامنځته شي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس څرګنده کړه چې د امریکايي ځواکونو حضور او بېرته وتل د حکومت او نورو لورو واک نه دی.
په همدې حال کې د هرات والي سید وحید قتالي د هرات امنیتي کنفرانس نهم دور کې وویل چې د کرونا ویروس د افغانستان د خلکو ژوند درک کړ او ر خلکو اسان تېره شوه خو ځینو ګاونډیو او نورو ملکونو او د هېواد ځینو استازو تر اوسه دغه مظلومیت نه دی درک کړی.
د یادونې ده، د هرات امنیتي هر کال د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د دفتر له خوا جوړېږي.
login or register a new account.