ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابينه: د وروستيو ترهګريزو بريدونو عاملين دې علني محاکمه شي

کابينه: د وروستيو ترهګريزو بريدونو عاملين دې علني محاکمه شي

author avatar
17 Nov 2020 - 14:30
کابينه: د وروستيو ترهګريزو بريدونو عاملين دې علني محاکمه شي
author avatar
17 Nov 2020 - 14:30

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩): د ولسمشر په مشرۍ کابينې ټینګار کړی چې د وروستیو ترهګريزو بریدونو، په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید د عاملینو بېړنۍ او علني محکمې په اړه دې له عدلي او قضایي ارګانونو سره خبرې وشي.

له ارګه د لړم په ٢٧مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون ماښام ترسره شوه.

سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د ملي بانک د کارکوونکو د یما سیاووش او د هغه د همکارانو او د خبریال الیاس داعي پر موټر  او پغمان ولسوالۍ کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هېواد په نورو برخو کې شوي ترهګريز بریدونه پر سختو ټکو وغندل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د بیان ازادي د افغانستان د خلکو او دولت له مهمو او په ډېرو قربانیو له ترلاسه شوو ارزښتونو څخه وبلله او د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې رهبرۍ ته یې د  خبریالانو د ملاتړ صندوق له لارې د وژل شوو خبریالانو کورنیو ته د رسېدنې لارښوونه وکړه.

ارګ ويلي، کابينې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال په رهبرۍ د امنیتي تړون د تطبیق په پایله کې د دولت په تصرف کې د عامه ملکیتونو د بیاځلي ورتلو قدرداني او پرېکړه یې وکړه چې  د جمهوري ریاست لومړی مرستیال دې د لسو عمده ښارونو لپاره د تدوین شوي تطبیقي پلان څارنه وکړي.

ولسمشر غني دېته په اشارې چې په کابل ښار کې د امنیتي تړون د تطبیق پلان تجربې په واضح توګه وښوده چې اضافه پیسو او تشکیل ته اړتیا نشته وویل، په شته تشکیل او واضح ارادې لس برابره کار په اساسي توګه کېدای شي او دا پروسه دې دوام پیدا کړي.

د جینوا کنفرانس لپاره د افغانستان د انکشاف او سولې ملي سند چوکاټ د وروستیو انکشافاتو په اړه د بحث پر مهال ولسمشر وویل، د جنیوا کنفرانس سند د اصلاحاتو اساسي پیل دی او ټولې ادارې پر بنیادي اصلاحاتو مکلفې دي، له دې پرته به یې بودجه قطع شي.

محمد اشرف غني وویل، له دې وروسته باید هره اداره خپله بودجه د اصلاحي اقداماتو، د عوایدو زیاتوالي او د بودجې د معقول مصرف په پایله کې ترلاسه کړي.

د هغه په وينا، هر وزارت، اداره او ولایت باید له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د خپلو فعالیتونو واضح او شفاف تړون ولري. ټول معینان به د ازاد رقابت له لارې  په مطلقه بې طرفۍ استخدام شي او دوی به باصلاحیته وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر لومړى مرستيال پر کابل پوهنتون د ترهګريز برید په اړه د پرمختګونو د معلوماتو ترڅنګ په هلمند، کندهار او د هېواد نورو برخو کې د دښمن پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وروستیو بریاوو قدرداني وکړه.

غونډې ټینګار وکړ چې د وروستیو ترهګريزو بریدونو، په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید د عاملینو د عاجلې او علني محکمې په اړه دې له عدلي او قضایي ارګانونو سره خبرې وشي.

د کابینې غونډې د کرونا د دویمې څپې په اړه د عامې روغتیا وزارت راپور او وړاندیزونه تایید کړل او پرېکړه یې وکړه چې یاد وزارت او د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو اداره دې له ولس سره شریک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.