کابل(پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د کلیو او پراختیا وزارت مسوولین وايي، د افغانستان او تاجکستان هېوادونو سرحدي سیمو کې د ژوند د ودې په موخه د لیتاکا درېیم پړاوو پروګرام د ۹.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د پنځو کلونو لپاره پرانيستل شو.
د دغه وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروګرام د جاپان په مالي مرسته او د "یو ان ډي پي" په تخنیکي همکارۍ د افغانستان په شمالي سرحدي سیمو کې پلى کېږي.
یادې خبرپاڼې د کلیو بیارغونې او پراختیا نوماند وزیر مجیب الرحمن کریمي له قوله لیکلي چې د لیتاکا پروژې به په بدخشان، تخار، کندوز او بلخ ولایتونو کې د ۲۲ ولسوالیو خلکو ته ۴۷۵۰ دایمي کارونه پیدا کړي.
دی وايي:"د یادو سیمو اوسېدونکو د لیتاکا د لومړی او دویم پړاو پروژو د پلي کولو له لارې ۱۷۰ زره ډالره عاید تر لاسه کړى دى."
د هغه په وینا، هڅه کوي چې د ژوند ودې پروژې او نور سرحدي پروګرامونه به له ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان هېوادونو سره هم پیل کړي.
خبرپاڼې په افغانستان کې د یو ان ډي پي د دفتر رییس عبدالله الدار داري له قوله لیکلي چې دا پروژه د سیمه ییزو مقاماتو، مدني ټولنې، او خصوصي سکتور د وړتیاوو د لوړولو لپاره فرصتونه برابروي چې د سیمه ییزې برنامه ریزۍ او د ټولنیزو او اقتصادي پرمختیا د مدیریت فعالیتونه ښه کړي.
دی وايي:"لیتاکا د هغو زیر بناوو د رامنځ ته کولو په برخه کې چې لومړیتوب بلل کیږي د خلکو د معیشت د ښه کولو په موخه د سیمه ییزو سوداګریو ملاتړ کوي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن