ژبه

حنیف اتمر د اسلامي همکاريو سازمان په کنفرانس کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٩) : د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د اسلامي همکاريو سازمان په کنفرانس کې د ګډون په موخه نايجيريا ته رسېدلى دى.

د بهرنيو چارو وزارت لخوا د ليندۍ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حنيف اتمر تيره ورځ ناوخته د افريقايي هېواد نايجيريا نيامي ښار ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړ، د بهرنيو چارو وزير به د اسلامي همکاريو سازمان دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ به د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره ځانګړې ليدنې هم وکړې.

ټاکل شوې ده، چې دغه دوه ورځنۍ کنفرانس نن په نيامي ښار کې پيل او سبا پورې دوام وکړي.