ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړنۍ ناسته نن ترسره کېږي

د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړنۍ ناسته نن ترسره کېږي

author avatar
5 Dec 2020 - 11:58
د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړنۍ ناسته نن ترسره کېږي
author avatar
5 Dec 2020 - 11:58

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ لومړنۍ ناسته نن د ولسمشر په حضور کې په ارګ کې ترسره کېږي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون د یادې ناستې پر ترسره کولو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د رهبرۍ ټولو غړو ته بلنلیکونه استول شوي دي.

د ولسمشرۍ مبطوعاتي دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تمه ده ولسمشر نن د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ په لومړنۍ ناسته کې وینا وکړي.

په ورته مهال یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي. وویل، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په ۴۵ کسیز نوملړ کې د رحمت الله نبیل، سید اسحاق ګیلاني، فرخنده زهرا نادري او شهزاده شاهد نومونه هم اضافه شوي دي.

خو سرچینې زیاته کړې چې حکومت په داسې حال کې د رحمت الله نبیل او سید اسحاق د نومونو د اضافه کولو مخالفت کړی چې یوه ورځ وړاندې هم دوی ته د ګډون په موخه بلنلیکونه استول شوي دي.

په ورته مهال د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ په لومړنۍ عونډه کې ګډون د وخت ضیاع بللې او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې کډون نه کوي.

د یادونې ده، د ملي روغې جوړې عالي شورا شپږ میاشتې وړاندې د افغانستان د سولې بهیر د رهبرۍ په موخه د اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته رامنځته شوه.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې لومړنۍ ناسته نن په داسې ترسره کېږي چې د دې شورا د کار د نه پیل له امله په ملي او نړیواله کچه اندېښنې موجودې دي او د افغانستاد د ملي روغې جوړې عالي شورا د عمومي مجمع رهبرۍ شورا د تشکیل او کار د ژر پیل غوښتنه یې کوله.

دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبې د افغانستان او طالبانو مذاکره کوونکو ټيمونو پر طرزالعمل د هوکړې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې سر له ننه (شنبې د لېندي ۱۵مې) د بین الافغاني خبر د اجنډا په ټاکلو کار پیلوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.