ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لویه څارنوالي: د روان کال په درېیو ربعو کې مو شاوخوا ۲۸زرو جنایي قضیو ته رسېدنه کړې

لویه څارنوالي: د روان کال په درېیو ربعو کې مو شاوخوا ۲۸زرو جنایي قضیو ته رسېدنه کړې

author avatar
7 Dec 2020 - 14:57
لویه څارنوالي: د روان کال په درېیو ربعو کې مو شاوخوا ۲۸زرو جنایي قضیو ته رسېدنه کړې
author avatar
7 Dec 2020 - 14:57

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۹): لویه څارنوالي وایي چې د روان مالي کال په لړ کې په هېواد کې شاوخوا ۲۸زره جنایي قضیې ثبت او رسېدنه ورته شوې چې ډېری هغه یې په کابل ښار کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن په کابل کې یوه خبري ناسته کې وویل چې په یادو قضیو کې قتل، اختطاف، وهل ټکول، ټپي کول، غصب، جعل کاري، نشه یي توکي، اداري فساد او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شامل دي.

د رسولي د معلوماتو له مخې، له ټولو ۲۷۸۷۲ ثبت شوو قضیو؛ ۱۶۵۰ یې د قتل، ۳۳۶ اختطاف، ۴۳۰۵ د نشه یي توکو، ۳۰۸۷ د غلا، ۲۰۸۸ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ۱۳۶۶ د ټپي کولو، ۱۱۶۵ د وهلو ټکولو، ۲۳۲۹ د نظامي جرمونو، ۳۷۷ د اخلاقي جرمونو او ۲۳۲۹ قضیې د داخلي او خارجي امنیت پر وړاندې د جرمونو او پاتې نورې یې متفرقه جرمونه تشکیلوي.

رسولي دغه راز وویل چې ډېری دغه قضیې په کابل کې ثبت شوې او په دویمه او درېیمه درجه کې ننګرهار او کندهار ولایتونه ځای لري.

د سرچینې په معلوماتو پر اساس، په یاده موده کې ۵۴۶۴ قضیې په کابل، ۲۴۵۶ قضیې په ننګرهار او ۱۸۱۹ نورې په کندهار ولایت کې ثبت شوې دي.

هغه د خبرو په دوام کې وویل چې د نشه یي توکو په ۴۳۰۵ ثبت شوو قضیو کې، اته نیم ټنه تریاک، له ۱۲ ټنو ډېر چرس او ۴۷ کیلوګرامه د K تابلېت ترلاسه شوي دي.

جمشېد رسولي وویل چې که څه هم د جنایي جرمونو لوړه کچه د هېوادوالو د اندېښنې سبب شوې وه؛ خو له نېکه مرغه د کشفي ارګان د منسجم کېدو له امله په دې وروستیو کې د جنایي جرمونه کچه د پاو وړ کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه لویه څارنوالي هڅه کوي د سیستمونو په رامنځته کولو او ډېر انسجام سره په هېواد کې د جنایي جرمونو کچه نوره هم راټیټه کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.