کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٩): د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې لوړپوړى پلاوى پاکستان ته تللى دى.
د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې دغه پلاوى د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته روان شوى دى.
هغه زياته کړې چې د یادې ډلې سياسي مرستيال او د قطر دفتر د رييس ملا عبدالغني په مشرۍ پلاوى به په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان او د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وګوري.
نوموړي ويلي چې دوی به په دې ناسته کې به له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو، پاکستان ته د افغانانو د تګ او راتګ، افغان سوداګرو د ستونزو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کېږي.
د يادونې ده، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يو لوړپوړى پلاوى څو مياشتې مخکې هم پاکستان ته تللى و.
ملا برادر په داسې حال کې پاکستان ته تللى چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد هم دوه ورځې مخکې دغه هېواد ته تللى و.
خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاويد باجوه او د استخباراتي ادارې ( اى اېس اى) له مشر جنرال فيض حميد سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.
د يادونې ده، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ تر شاوخوا درېیو مياشتو بين الافغاني مذاکراتو وروسته دواړو لورو پر درېيو اوونيو رخصت موافقه وکړه.
د معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوى تېره شپه له قطر څخه کابل ته رسېدلى دى.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن