ژبه

جلال اباد (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار نږدې يوولس بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پول ته نږدې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، ماين د پوليسو په رينجر پسې نښلول شوی و چې يو پوليس يې وژلی او دوه نور ټپيان دي.

دی وايي، په سيمه کې نږدې عام خلک نه وو او مرګ ژوبله یوازې پوليسو ته اوښتې ده.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د يادونې ده، نن په کابل، هلمند او لوګر کې هم چاودنې شوې چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.