مزارشريف (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت الله نبيل وايي، چې ولسمشر غني او ټيم يې د جمهوريت په نوم خپلې شخصي موخې تعقيبوي.
نوموړی زياتوي، افغانستان له يوه خطرناک راتلونکې سره مخامخ دی او افغانانو ته په کار ده، چې د روانو مسايلو په اړه محتاطانه ګامونه پورته کړي.
د ملي امنيت پخواني رييس دغه څرګندونې د ليندۍ په ۳۰مه، مزارشريف کې د عدالت غوښتنې په هغه خېمه کې وکړې، چې نږدې يوه مياشت وړاندې د يوه ۹ کلن ماشوم د تښتول کېدو په غبرګون کې د بلخ ولايت مقام مخې ته درول شوې ده.
رحمت الله نبيل په خپلو خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عدالت غوښتنې غږونو ته قومي او سمتي رنګ ورنه کړي.
نبيل پر ولسمشر غني او د هغه پر ټيم تور پورې کړ، چې د جمهوريت په پلمه خپلې شخصي موخې تعقيبوي.
هغه وويل: ((زه له اشرف غني څخه ګيله نه کوم، ځکه چې د هغه فکر، ذهن او عمل پر جمهوري اساساتو استوار نه دی، زما په نظر محمد اشرف غني ولسمشر هم نه دی، خو يو شی ښکاره دی چې پر دې نظام موږ ټول حق لرو، قرباني مو ورکړې او حق لرو چې د دې نظام تر چتر لاندې په عزت ژوند وکړو)).
نوموړي زياته کړه، افغانستان له يوې خطرناکې راتلونکې سره مخامخ دی او افغانان بايد د روانو مسايلو په تړاو محتاطانه ګامونه پورته کړي.
هغه غوښتنه وکړه چې نه حکومت او نه هم عام افغانان بايد روانو سياسي حالاتو ته په کمه سترګه وګوري.
د ملي امنيت پخواني رييس وويل: ((د افغانستان لپاره خطرناکې او غټې توطئې جوړې شوې دي، موږ ټول بايد هوښيار او محتاط و اوسو)).
نبيل پر خلکو غږ وکړ چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې دې د عدالت غوښتنې غږونه نه قومي کوي.
هغه د سولې روانو خبرو ته په اشارې وويل، چې لا هم په دې تړاو کور دننه ملي اجماع نه ده رامنځته شوې.
نوموړی زياتوي، د سولې په خبرو کې بايد افغانستان سهيم کړای شي او خلک له دغو مذاکراتو څخه خبر کړای شي.
په ورته مهال له مزارشريف څخه د تښتول شوي ۹ کلن ماشوم کورنۍ او معترضين له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي، چې د عبدالرووف په راخلاصولو کې خپل مسووليت ادا کړي.
د تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي پژواک ته وويل، چې په وروستي ځل يې لس ورځې وړاندې له تښتوونکو څخه پيغام تر لاسه کړ.
هغه زياته کړه، تښتوونکي يې د زوی د خوشې کېدو په بدل کې د يو نيم ميليون ډالرو غوښتنه کوي.
نوموړي پر حکومت هم نيوکه وکړه، چې په خپل ټول قوت سره لا هم نه دی توانېدلی، چې د ده زوی راخوشې کړي.
د تښتول شوي ۹ کلن ماشوم د تښتول کېدو په غبرګون کې لا هم په مزارشريف کې اعتراضونه روان دي.
د اسدالله عطار په نوم يوه معترض پژواک ته وويل، چې شاوخوا يوه مياشت کېږي چې دوی اعتراض پيل کړی؛ خو لا هم حکومت د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.
هغه زياته کړه، که غږ يې وانه ورېدل شي؛ نو د اعتراض لمن به له شمالي ولايتونو څخه مرکز کابل او د ارګ دروازې ته وعځوي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، چې نور دې د خلکو صبر نه ازمايي او ژر تر ژره دې تښتول شوی ماشوم راخوشې کړي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل، چې د تښتول شوي ماشوم د راخلاصولو لپاره د پوليسو هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه، په بېلابېلو عملياتو کې د دغې قضيې په تړاو درې تنه نيول شوي هم دي.
عادل له خلکو او معترضينو څخه وغوښتل، چې پوليسو او امنيتي ارګانونو ته وخت ورکړي چې خپل کارونه په سم ډول مخ ته بوځي.
۹ کلن عبدالرووف نږدې ۵۵ ورځې وړاندې له مزارشريف ښار څخه وتښتول شو.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ترکمنانو ټولنيزې شورا په بلنه مزارشريف کې په همدې تړاو اعتراض پيل او د ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه ودرول شوه.