کندهار (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د مشرانو جرګې یوه پلاوي د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه کندهار ته سفر کړی او نن یې د دغه ولایت له والي او څو ملکي او نظامي چارواکو سره کتلي دي.
د دغه پلاوي مشري د دغې جرګې د دفاعي کمېسیون رییس محمد هاشم الکوزی کوي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شوي پلاوي نن په ولایت مقام کې له والي او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
د پلاوي مشر محمد هاشم الکوزی وايي، کندهار ته د سفر موخه یې د وروستي امنیتي وضعیت ارزونه ده.
هغه زیاته کړه، د دې تر څنګ به دغه پلاوی د دې ولایت ملکي او نظامي ادارې او د هغوی کړنې هم و ارزوي، څو لاملونه په نښه کړي چې له امله یې دغلته امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
د ده په خبره، یو په یو به ټولې ستونزې، شکایتونه او نیمګړتیاوې ارزوي او عاملین به یې ولس او مرکزي ادارې ته ور وپېژني.
دی وايي، په دې توګه به د هغو مسوولینو د ناقانونه کړنو او سرغړونو مخنیوی وشي چې له امله یې خلک له ناخوالو سره مخامخ شوي دي.
د کندهار والي حیات الله حیات راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په ټولو برخو کې به د ستونزو او نیمګړتیاوو په نښه کولو کې مرسته وکړي.
خو ده غوښتنه وکړه چې ستونزې باید د کاغذ پر مخ پاتې نه شي او د هواري لپاره یې عملي ګامونه واخیستل شي.
هغه زیاته کړه، کندهار د هېواد سیاسي زړه دی، دلته امن او سمون پر ټول هېواد اغېز لري، مرکزي ادارې ته په کار ده چې د دې ولایت د وضعیت د هر اړخیز سمون لپاره ګامونه واخیستل شي.
د مشرانو جرګې دغه پلاوی داسې مهال دې ولایت ته سفر کوي چې دوه ورځې وړاندې په خپله ولسمشر هم د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه کندهار ته سفر وکړ.
له تېرو شاوخوا درېيو میاشتو راهیسې په کندهار کې امنیتي وضعیت خراب شوی او جګړه د ښار تر څنډو نږدې ولسوالیو ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو ته راغځېدلې ده.