کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې افغان امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې لس چينايي وګړي د ترهګريزو فعاليتونو په تور نيولي دي.
په کابل کې دوو امنيتي سرچينو د مرغومي په ٦مه پژواک اژانس ته ومنله چې دغه کسان د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
يوې امنيتي سرچينې وويل چې لومړى يوه چينايي د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند څلورمې کارتې سيمه کې ونيول شو.
سرچينې زياته کړې چې وروسته بيا نهه نور چينايان هم د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي.
بلخوا له کابله یوې خپرېدونکې ورځپاڼې (سرخط) د ځينو امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د دې چينايي شبکې پر ضد اقدام ته د روانې ميلادي مياشتې (ډسمبر) په لسمه چمتووالی نيول شوی و، خو افغان استخباراتو ځای، وخت او چانس ته کتل.
په دغه راپور کې راغلي چې څو ورځې مخکې د افغانستان ملي امنيت د کابل په څلورمه کارته سيمه کې پر عسکري بلاکونو ناڅاپه عمليات وکړل او يو کس يې ونيو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغه چينايي سره د ده د اوسېدو په ځای کې وسلې، مهمات، باروت، نور چاودېدونکي توکي او د کټامين په نوم پوډر هم نيول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د لي يانګ په نامه دغه چينايي وګړى له حقاني شبکې سره هم د پاکستان په منځګړتوب معامله کړې وه چې دغه شبکه به دوی ته او دوی هغې ته کار کوي.
د سرخط په راپور کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو بيا د کابل په يوه بله سيمه شېرپور کې هم د همدې شبکې پر ضد عمليات کړي او هلته د شا هونګ په نامه ښځه له کټ مټ همداسې وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولې ده.
د سرچينې په وينا، د کابل په درېيمه سيمه کې د عملياتو پر مهال د ملي امنيت ځواکونو د يوه تايلنډي په ګډون د چينايانو د شبکې اته کسان نيولي دي.
بلخوا هندي رسنيو خبر ورکړى چې د نيول شوو چينايانو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل شوي او هغه لومړي مرستيال امرالله صالح ته دنده سپارلې وه چې له دوى څخه پلټنې وکړي.
هندي رسنيو ويلي چې له پلټنو وروسته امر الله صالح په کابل کې د چين له سفير سره ليدلي او موضوع يې ورسره شريکه کړې ده.
د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح د چينايانو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو زياتوي چې صالح وخت ناوخت د چين د سفير په ګډون له ګڼ شمېر سفيرانو سره ليدنې کتنې کوي.
د چين حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.