ژبه

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩) : د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح ويلي چې د کابل ښار په پرونيو عملياتو کې بهرنيان نه دي نيول شوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين پرون د نورو جزيياتو له ورکولو پرته ويلي و، چې د کابل ښار په خيرخانې سيمه کې هدفمند عمليات ترسره شوي دي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکو ويلي چې د خيرخانې په بېلا بېلو سيمو کې د څو ساعتونو لپاره عمليات روان و او خلکو ته يې اجازه نه ورکوله، چې له کورونو څخه ووځي.
پرون داسې راپورونه او اوازې هم خپرې شوې چې ګوندې په دغو عملياتو کې چينايي وګړي نيول شوي، خو د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح دا خبره رد کړې او ويلي يې دي چې په دې عملياتو کې هېڅ کوم بهرنى وګړى نه دى نيول شوى.
هغه د مرغومي په ٧مه، د کابل ښار د امنيتي ناستې په راپور کې ليکلي، چې په پرونيو عملياتو کې يو شمېر کسان نيول شوي چې په هدفي وژنو او تښتونو کې يې لاس درلود.
صالح دغه راز ويلي چې دوه نور کسان د چسپکي ماين د لېږدولو پر مهال لاس په لاس نيول شوي دي.
تر دې مخکې ځينو امنيتي سرچينو او بهرنيو رسنيو خبر ورکړى چې دوه اوونۍ مخکې ( د ډسمبر په ١٠مه، ) د کابل ښار په درېيو سيمو کې د ملي امنيت له خوا همهاله د عملياتو پر مهال لس چينايي وګړي د ترهګريزو فعاليتونو په تور نيول شوي دي.
خو تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.