کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩) : د ملي دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولايت کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې دالقاعدې ډلې ١١ غړي وژل شوي دي.
ددغه وزارت له خوا د مرغومي په ٧ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات تېره شپه د هلمند ولايت په “ناوې” ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې د القاعدې ډلې د ۱۱ غړو په ګډون د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي له دوی سره يو ځای ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، د وسله والو طالبانو سرګروپ “مسعود احمد” مشهور په “حقبين” په هلمند کې د بهرنيو ترهګرو د ساتلو او د القاعدې ډلې د تسهيل کوونکي په توګه مسووليت درلود، چې په دې بريد کې وژل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په دغو هوايي بريدونو کې د القاعدې ډلې ټولو وژل شويو کسانو، ماين خښوونکي او د طالبانو لپاره د سنايپر او د شپې دوربين کارولو په برخه کې د ښوونې او روزنې مسووليت درلود.
د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې هم د القاعده ډلې څلور نور غړي د هلمند ولايت په “ناوې” ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې وژل شوي وو.
تر دې مخکې په غزني ، فراه او نيمروز ولايتونو کې هم د القاعدې د مهمو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر غړي يې وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح هم ويلي چې القاعده اوس هم له طالبانو سره قوي اړيکې لري او سره جلا شوي نه دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې دتړون له مخې، طالبان بايد دالقاعدې په ګډون له نړيوالو ترهګريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن