ژبه

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩) : پاکستان ويلي چې ددوى په همکاريو د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون وشو، بين الافغاني مذاکرات پيل شول او د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو اترو پر طرز العمل هوکړه وشوه.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان شخړې د سياسي هواري لپاره د افغانستان د سولې پروسه په ښه توګه پرمخ روانه ده او پاکستان به په دې برخه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
سرچينې زياته کړې چې که څه هم په افغان سوله کې د ځينو افغانانو او نړيوالې ټولنې له خوا د پاکستان د هڅو ستاينه شوې، خو بيا هم په افغانستان کې ځينو کړيو په دې اړه ناسمې څرګندونې کړې چې د پاکستان اندېښنې يې راپارولې دي.
پاکستان پر دې ټينګار کړى، چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د اصولو له مخې، د استخباراتي او امنيتي مسايلو ترڅنګ دوه اړخيز موضوعات د رسمي چينلونو له لارې مطرح شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پر همدې ډول موضوعاتو د بحث لپاره د دواړو هېوادونو د عمل پلان ناستې ترسره کېږي.
د سرچينې په وينا، د يو بل ملامتول او د تورونو پورې کول نه يواځې د افغان سولې پروسې ته ښه نه دي، بلکې هغو هڅو ته هم زيان رسوي چې ددواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا لپاره کېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دوى تل ټينګار کړى چې د افغانستان شخړه نظامي حل لاره نه لري او بايد سياسي حل لاره ورته وکتل شي، په همدې موخه پاکستان تل د افغانانو په مشرۍ او مالکيت دسولې دپروسې ملاتړ کوي او اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي،د پاکستان په همکاريو دامريکا او طالبانو ترمنځ تړون وشو، بين الافغاني مذاکرات پيل شول او د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو اترو پر طرز العمل هوکړه وشوه.
سرچينې زياته کړې، دا چې د مرغومي په ١٥مه، نېټه ددواړو لوريو ترمنځ د سولې د مذاکراتو دويم پړاو پيلېږي، دوى به د افغانستان پر راتلونکي سياسي جوړښت خبرې کوي.
په خبرپانه کې راغلي، پاکستان په افغانستان کې د جګړې پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې او لومړي وزير عمران خان څو ځلې د تاوتريخوالي کمولو او اوربند غوښتنه کړې ده.
پاکستان ويلي چې افغان حکومت بايد د خپلو خلکو دامنيت لپاره جدي اقدمات وکړي او دوى حاضر دي چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره له بېلا بېلو لارو همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د يوه سوله ييز، با ثباته ، متحد، خپلواک او ديموکراټ افغانستان ملاتړ کوي.
د يادونې ده، چې پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوي د رسمي سفر پر مهال د طالبانو د پلاوي مشر ملا برادر په کراچۍ ښار کې له ټپي طالبانو څخه ليدنه وکړه، دغه راز د طالبانو يو بل غړي په پاکستان کې د طالبانو له يوه نظامي روزنيز مرکز څخه هم ليدنه وکړه.
تر يادو ليدنو کتنو وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه رسمي خبرپاڼه کې په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.