ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د راشد خان نوم د تېرې لسيزې د کرکټ په غوره لوبډله کې راغلى

author avatar
27 Dec 2020 - 18:39
author avatar
27 Dec 2020 - 18:39

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩): د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د تېرې يوې لسيزې له غوره لوبغاړو څخه د کرکټ د بېلا بېلو لوبو غوره لوبډلې اعلان کړې دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د مرغومي په ٧مه، د کرکټ د ټسټ، يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو لپاره د تېرې لسيزې غوره لوبډلې اعلان شوې .

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي له خوا دتېرې لسيزې  له غوره لوبغاړو څخه اعلان شوې شل اووريزې لوبډلې کې له افغانستان څخه راشد خان ځاى موندلى دى.

د هندوستان لوبغاړى اېم اېس دهوني د دې شل اووريزې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى، د هندوستان روهيت شرما، ويرات کوهلي او بومرا هم ددې لوبډلې لوبغاړلي دي.

دغه راز د ويسټ انډيز ګريس ګيل او پولارډ ، د اسټراليا ارون فينچ  او ګلين ميکسوېل، د سويلي افريقې څخه ډيويليرز او له سريلانکا څخه ملينګا په دې لوبډله کې ځاى موندلى دى.

راشد خان په دې لوبډله کې پر شاملېدو غبرګون ښودلى دى، هغه په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د هېوادوالو او مينه والو ددعاوو له برکته په دې لوبډله کې يې ځاى موندلى دى.

هغه زياته کړې : (( زه د یو افغان په توګه وياړم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی دی. دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم او هڅه به مې دا وي چې په راتلونکي کې هم افغانستان ته همداسې ویاړونه راوړم..))

راشد خان تر اوسه د افغانستان لپاره څلور ټسټ ، ۷۱ یو ورځنۍ او ۴۸ شل اوریزې سیالۍ کړې دي، او د بېلابېلو هېوادونو په شل اووريزونو لیګونو کې هم لوبېدلی دی.

نوموړي تر دې دمه د افغانستان لپاره په ټسټ لوبو کې ۲۳ وېکټې، په پنځوس اووریزو لوبو کې ۱۳۳ او همدا راز په شل اووریزېو لوبو کې ۸۹ وېکټې اخیستې دي.

د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د تېرې لسيزې په اعلان شويو ټسټ او يو ورځنيو لوبډلو کې له افغانستان څخه کوم لوبغاړى نه دى اخيستل شوى، خو ډېرى لوبغاړي، د اسټراليا، انګلستان، هندوستان ، سويلي افريقې، نيوزيلينډ اوسريلانکا څخه دى.

د تېرې لسيزې په اعلان شويو درېيواړو لوبډلو کې هېڅ يوه پاکستاني لوبغاړي ځاى نه دى موندلى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.