ژبه

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۹): د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني د دندې له واکه د ناوړه ګټي اخیستنې په تور په ۱۳ میاشتې بند او یو نیم میلیون امریکايي ډالرو نغدي جریمې محکوم شو.

دغه خبر د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سترې محکمې د غړو قضاوت پوه محمد زمان سنګري او د قضاوتپوه برات علي متین او قضاوتپوه عبدالحسیب احدي په غړيتوب د وزیرانو ځانګړې محکمې د دندې له واک د ناوړه ګټه اخیستو اړوند د کانونو او پټرولیم د پخواني وزیر دوسیې ته د رسېدنې لپاره علني قضايي ناستې ترسره کړې.

سرچینې لیکلي، د مرغومي په اتمه، لسمه او ۱۳ مه نېټو د ځانګړو محکمو د صلاحیت او قانون د جوړښټ د ۱۳مې مادې د حکم په اساس د ترسره شوو درېیو محاکماتي ناستو په ترڅ کې لومړی موظف څارنوال خپله صورت دعوا وړاندې او په هغه کې یې په هرات ولایت کې د سمنټو د فابریکې د جوړېدو او د ایران له «پیشگامان صنعت مجد» شرکت سره د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د «سنګ پهلوانان» د ډبرو سکرو د کان د قرارداد د عقد ترڅنګ د دندې له واک څخه د ناوړه ګټه اخیستو اړوند موارد بیان کړل او د تورن کس د محکومیت په خاطر یې د هېواد د جزا قانون د احکامو په رڼا کې خپل ترتیب کړي مطالب مطرح کړل.

سرچینې روښانه کړې، وروسته د تورن کس قانوني وکیل او ورپسې تورن کس له لازمو او کافي فرصتونو په استفاده د څارنوال د صورت دعوا پر وړاندې دفاع وکړه او له هغې وروسته قضايي پلاوي د قضیې د لا وضاحت لپاره د دعوا له لوریو لازمې پوښتنې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، د ناستې د جریان له هر اړخیزې ارزونې وروسته د دوسیې په داخل کې د شته اسنادو او مدارکو پر مټ د وخت د جزا قانون د ۲۸۳مې مادې د دویم بند حکم ته په کتو، تورن کس (شهراني) د یاد قرارداد په عقد کې د دندې له واک څخه د ناوړه ګټه اخیستو په جرم چې له امله کانونو وزارت د شرکت د تامیناتو د پیسو د یو نیم میلیون ډالرو د نه ورکولو له امله له زیان سره مخامخ شوی و، په یو کال او یوه میاشت بند او یو نیم میلیون امریکايي ډالرو نغدې جریمې محکوم شو.