ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترينکوټ کې د ملي اردو پر مرکز موټر بم بريد کې شپږ سرتېري وژل شوي

author avatar
7 Jan 2021 - 09:37
author avatar
7 Jan 2021 - 09:37

ترينکوټ  (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩) : د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ملي اردو پر يوه مرکز موټر بريدکې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د مرغومي په ١٨مه، پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد پرون ماښام د ترينکوټ د صوفيانو په سيمه کې د هاموې پوځي موټر په وسيله شوى دى.

سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې څلور پوليس او دوه د اردو سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د اروزګان د ولايتي شورا مرستيال محمد کريم کريمي  د بريد د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل چې ډېره زوروره چاودنه شوې او غږ يې تر لرې سيمو پورې اورېدل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.