کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۹): نن سهار د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د اریا ښارګوټي درېیم فاز په ساحه کې پر یوه پراډو موټر چاودنه کې یو کس ټپی شوی دی.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د جزئیات له ورکولو پرته وویل، دغه پېښه نن سهار اووه بجې او دېرش دقیقې رامنځته شوه چې یو کس په کې ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل کې چاودنې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.