کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۹): د مالیې وزارت وايي چې د عوایدو په لاسته راوړلو سره به معاشونه په تدریجې توکه لوړ شي او په یو وخت کې امکان نه لري.
دغه څرکندونې د مالیې وزارت معین حبیب الله ځدراڼ د سلواغې په لومړۍ نېټه کابل کې د ۱۳۹۹ مالي کال ملت ته د حساب ورکولو په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
ځدراڼ وویل: ((د عوایدو په ترلاسه کولو سره به معاشونه په تدریج سره لوړیږي او په یو کال کې ټول معاشونه یو شان کول امکان نه لري.))
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رییس د مرغومي په لسمه ویلي و چې د دولتي کارکوونکو په معاشونو کې تعادل «یو ډول والی» راوستل د دې جرګې سره کرښه ده او ترڅو چې حکومت د جرګې دغه غوښتنه نه وي منلې، د ۱۴۰۰ کال بوديجه نه تصویبوي.
د مالیې وزارت معین په وینا، په ۱۳۹۹ کال کې ملي بودیجه ۵۰۰ ميلیارده افغانۍ وه چې ۳۰۶ ميلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۹۴،۲ ميلیارده افغانۍ انکشافي وه.
ځدراڼ وایي، د ۱۳۹۹ کال تر اخره عادي بودیجه ۲۷۵،۷ ميلیارده افغانۍ چې ۹۰ سلنه ده او ۱۶۱،۲ ميلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجه چې ۸۳ فیصده کیږي، مصرف شوې ده. په ۱۳۹۹ کال کې ټول مصرف ۴۳۶ ميلیارده افغانۍ شوی چې ۸۷ سلنه کیږي.
د ده په خبره، په ۱۳۹۹ کال کې ۱،۳ميلیارده افغانۍ مصرف شوې چې د ۹۸ کال په پرتله ۵۰ فیصدو څخه کمه بودیجه مصرف شوې او دا په دې دلالت کوي چې اصلاحات يې راوستي دي.
هغه زیاته کړه، د imf نړیوال بانک څخه چې کوم پور اخیستل شوی، په هغه پور سود نه راځي او شاوخوا د ۱۵ کلونو په موده کې به یو څه ورکړل شي.
د یادونې ده، مالیې وزارت په داسې حال کې ملت ته د ۱۳۹۹ کال مالي بودیجې حساب ورکوي چې ولسې جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه دوه ځلې رد کړې ده.
Views: 557
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP