کابل (پژواک ۲۳ سلواغه ۹۹): په فاریاب کې د پژواک خبري اژانس پر خبريال قطب الدين کوهي د ناپېژاندو وسله والو له خوا بريد شوی او ټپی کړی يې دی.
پر نوموړي نن (پنجشنبه) ماښام د فاریاب د مرکز ميمنې ښار په بازار کې بريد شوی چې له امله يې دی ژوبل شوی دی.
په خپله کوهي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې مرمۍ يې په سر لګېدلې دي، خو روغتيايي حالت يې ښه دی.
په فاریاب کې د سلام وطندار خبريال علاوالدين، پژواک ته وویل: “کله چې کوهي په بازار کې د سودا اخیستلو لپاره له خپله موټره ښکته شوی، نو د وسله والو له خوا په بې غږه تومانچې ويشتل شوی او بريدګر تښتېدلي دي.”
د دې ترڅنګ چې کوهي په فاریاب کې د پژواک خبريال دی، د دې ولايت د خبريالانو د ټولنې مشر هم دی.
د پژواک اژانس مشر دانش کړوخېل دغه پېښه په کلکو ټکو غندي او له اړوندو مسوولینو غواړي چې د دې پېښې عاملين پیدا او مجازات کړي.
کړوخېل، کوهي ته د الله تعالی له درباره د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.
د دې پېښې مسوولیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن