کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه ۹۹) : د پاکستان د کراچۍ ښار یوې ځایي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین او بل غړي محسن داوړ د نیولو امر کړی دی.
پاکستانیو رسنیو د کب په لومړۍ نیټه خبر ورکړی چې د کراچۍ د ترهګرۍ پر وړاندې دقضیو داوریدو ځانګړې محکمې نن دغه امر کړی دی.
د غورځنګ مدافع وکیل قادر خان رسنیو ته ویلي چې محکمې ددغو دواړو مشرانو ترڅنګ د غورځنګ د پنځو نورو مشرانو د نیولو امر هم کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې نن د غورځنګ د بل غړي علي وزیر چې لا پخوا پولیسو نیولی، محکمه کوه، خو اړونده محکمې د پولیسو په غوښتنې د محسن داوړ او منظور پښتین د نیولو هم امر وکړ.
د یادونې وړ ده، چې دوه میاشتې مخکې په کراچۍ ښار کې د غورځنګ تر غونډې وروسته پولیسو محکمې د غورځنګ د مشرانو پر ضد عریضې کړې وې چې ګوندې دوی د نظام ضد خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP