Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زلمی الکو: هلمند کې د کال دوه زره ټنه کبان توليديږي

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ ورى ١٤٠٠): د هلمند کې د کرنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د کبانو روزنې وده کړې چې ورسره د يو شمېر کورنيو اقتصادي وضعيت هم ښه شوى دى.

د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې تر اوسه د کبانو روزنې او پالنې ٣٦٠ فارمونه جوړ شوي دي.

دى زياتوي چې له يادو فارمونو سږ کال دوه زره ټنه کبان ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې تېر کال یې ١٨٠٠ ټنه توليد درلود.

هغه زياته کړه: ((د دغو فارمونو په جوړېدو سره سلګونو کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې او ورسره د ډېرو کورنيو اقتصادي وضعيت هم ښه شوى، موږ کوښښ کوو چې دې برخې ته نوره هم پراختيا ورکړو.))

دى وايي چې د کرنې او مالدارۍ رياست د کبانو په روزلو او نورو برخو کې له فارم لروونکو سره اړينې مرستې کوي.

الکو زياته کړه: ((د کبانو فارمونو له جوړولو او دودولو زموږ اساسي موخه دا ده چې د کوکنارو د کښت يو ښه بديل دى، څو خلک دې ته مخه کړي او د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي.))

بل لور ته د کبانو یوه فارم لرونکي عبدالحميد پژواک ته وويل چې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې يې د کبانو روزنې او پالنې فارم جوړ کړى دى.

هغه وايي: ((له حاصلاتو يې ډېر خوښ يم، تېر کال مې څلور زره کبان روزلي او هر کال نږدې دوه سوه زره افغانۍ راته پاتې کېږي.))

د نوموړي معلوماتو له مخې، دا مهال په هلمند کې د يو من کبانو (٤،٥ کيلو) بيه پنځه سوه افغانۍ ده.

دغه راز يوه بل فارم لرونکي قدرت الله پژواک ته وويل چې دا مهال په دغه ولايت کې د کبانو روزنې چارې ډېره وده کړې.

هغه وايي: ((زه خپله درې فارمونه لرم، ښه ګټه لري، د ځمکې يو ډول حاصل هم د کبانو ګټې ته نه شي رسېدلاى.))

داسې مهال په هلمند کې د کبانو فارمونو له ډېروالي خبر ورکول کېږي چې د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې له پاکستانه را وارد شوي کبان پلورل کېږي او تر ډېره يې خلک له خوند او غوښې راضي نه دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.