کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۰) : د کابل – جلال اباد پر لویه لاره سیند ته د سپرلیو د یو موټر لویدلو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د غویي په ۷مه، پژواک اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن مازیګر د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د سروبي په تنګي کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، له کابل څخه جلال اباد ته روان یو مرسډیز موټر سیند ته پریوتلی چې له امله یې پنځه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
دولتزي وویل چې دا پيښه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې وه.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن