ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان د نړۍ هېوادونو له مشرانو په سیمه کې د سولې راوستو غوښتنه کړې ده

راشد خان د نړۍ هېوادونو له مشرانو په سیمه کې د سولې راوستو غوښتنه کړې ده

author avatar
23 May 2021 - 16:33
راشد خان د نړۍ هېوادونو له مشرانو په سیمه کې د سولې راوستو غوښتنه کړې ده
author avatar
23 May 2021 - 16:33

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ١٤٠٠): د کرکټ مشهور افغان لوبغاړي راشد خان د نړۍ له مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې وکړي.

هغه تېره شپه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې خپله سياستوال نه دى، خو د ټولې نړۍ پر مشرانو غږ يې کړى چې سيمې ته د سولې راتلو په برخه کې هڅه وکړي.

راشد خان زياته کړې: ((زه په جګړو کې را لوى شوى يم او پوهېږم له دې وضعيت څخه ماشومان ويرېږي، زه نور دا نه شم ليدلى.))

د کرکټ دغه افغان لوبغاړي ويلي چې نور نه شي کولى چې په افغانستان او فلسطين کې د  ماشومانو وژل وګوري.

هغه وايي: ((موږ بايد نور د حقايقو لپاره يو موټی شو.))

راشد خان په داسې حال کې دا ډول څرګندونې کړې چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، هر کال په افغانستان کې د جګړو له امله سلګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د کابل پر سيد الشهداء ښوونځي موټربم بريد کې تر ٧٠ پورې ماشومان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

دغه راز پر فلسطين د اسرائيلو ځواکونو وروستيو بريدونو کې هم لسګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.