ژبه

د پاکستان ولسمشر: موږ د يهودانو نه، بلکې د هغوی د ظلمونو خلاف یو

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ١٤٠٠): د پاکستان ولسمشر عارف علوي ويلي چې دوى د يهودوانو مخالف نه، بلکې د هغوى د ظلمونو خلاف دي.

د پاکستان ملي راډيو د خبر له مخې، ولسمشر علوي دا څرګندونې نن په اسلام اباد کې د اقتصادي همکاريو (ايکو) سازمان د پارلماني پلاوو کنفرانس ته په خپله وينا کې کړې دي.

هغه زياته کړې: “په قران کريم کې هم د يهودانو او مسيحيانو يادونه شوې ده، موږ د دوى خلاف نه يو، بلکې د هغو خلکو خلاف يو چې پر کشميريانو او فلسطينيانو ظلمونه کوي.”

خو په دې وينا کې یې په افغانستان، عراق او سوريه کې د روانو ظلمونو يادونه نه ده کړې.

د پاکستان ولسمشر علوي د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر د خلکو هغه نیوکې رد کړې چې ګواکې هغه د يهودانو خلاف څرګندونې کړې دي.

ولسمشر په ډاګه کړې، کله چې پاکستان پر فلسطينيانو د ظلمونو خبره کوي، په اصل کې دا د يهودانو د مخالفت خبره نه وي.

د عارف علوي په وينا، هغه قوم (يهود) پر نورو ظلمونه کوي، پخوا دوى په خپله د نورو د ظلمونو ښکار شوي وو.

د يادونې ده، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د هټلر په مشرۍ د جرمني د نازيانو واکمن ګوند په اروپا کې شپږ ميليونه يهودان قتل عام کړي وو.

د پاکستان ولسمشر ويلي چې دوى د يهودانو خلاف، نه بلکې د اسرايل او د دوى د ظلمونو خلاف دي.

ورته موضوع