ژبه

ولایتي شورا: د کمزوري مدیریت له امله د زابل امنیتي وضعیت خراب شوی

کندهار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د زابل ولایتي شورا او د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د کمزوري مدیریت له امله امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

هغوی خبرداری ورکوي چې که مرکزي اداره دغه ولایت ته پاملرنه ونه کړي، نو د سقوط ګواښ یې شته.

خو امنیتي چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې په دغه ولایت کې مېشت امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو بریدونو ته ځواب ویلای شي او د هغوی بریدونه یې پر شا کړي دي.

د زابل د ولایتي شورا مشر حاجي عطا جان حق بیان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د زابل امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه، جګړه د ښار تر څنډو را رسېدلې ده، هره شپه کمربندي پوستې یو په بل پسې سقوط کوي.

دی وايي، همدا اوس د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، هغه ولسوالۍ چې پاتې دي، یواځې يې مرکزونه او څو ودانۍ د دولت په واک کې دي چې هغه هم په دې وروستیو کې د وسله والو تر بریدونو لاندې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، وسله والو د زابل د ناامنه کولو لپاره حشر کړی او له بېلابېلو ولایتونو غزني، پکتیکا او کندهار څخه یې وسله وال دغه ولایت ته را غوښتي دي.

خو نوموړی وايي چې دا هر څه او د زابل وروستۍ ناامنۍ د کمزوري مدیریت له امله دي، په داسې حال کې چې دلته د وسله والو د ځپلو لپاره کافي ځواک او مهمات شته.

حق بیان خبرداری ورکړ چې که مرکز بېړنی اقدام و نه کړي نو زابل به سقوط وکړي.

نوموړي پر ولس غږ وکړ چې د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي او ملاتړ یې وکړي، ځکه اوسنۍ جګړه د طالب نه، بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ده او د هېواد د اشغال جګړه ده.

د زابل مدني فعالې شبانې خوشحاله پژواک اژانس ته وویل، د زابل امنیتي وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی، د کمزوري مدیریت له امله جګړه د ښار تر څنډو را رسېدلې ده.

د هغې په خبره، مرکزي اداره امنیتي ځواکونو ته پاملرنه نه کوي، پر وخت مرستې نه ور رسېږي، ټپیان او مړي یې پر وخت نه لېږدول کېږي، له داخله یو شمېر کړۍ له وسله والو سره همکاري کوي، همدا د دې لامل شوي چې سرتېري روحیه وبایلي او پوستې وسله والو ته پرېږدي.

دا هم له مرکزي ادارې د بېړني اقدام غوښتنه کوي او وايي، باید اجازه ور نه کړل شي چې خدای مه کړه دغه ولایت سقوط شي.

د زابل بله مدني فعاله نظیفه جلالي هم وايي چې په زابل کې امنیتي وضعیت تر دې کچې خراب شوی چې د خلکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

دې پژواک اژانس ته وویل، هره شپه د ښار په څنډو کې جګړه روانه وي، خلک ټول په وېره کې دي.

نوموړې له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د زابل د امنیت خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي.

د مریم اخلاقي په نوم د کلات ښار اوسېدونکې وايي، اړوند چارواکي دې د زابل وضعیت ته پاملرنه وکړي او اوسنی خراب وضعیت دې پای ته ورسوي.

په زابل کې د ملي اردو د دویمې پلې لوا قوماندان ډګروال سید بابا منصوري پژواک اژانس ته وویل، وسله والو په دې ولایت کې د پراخو بریدونو پلان درلود او غوښتل یې یو شمېر سیمې ونیسي، خو دوی دغه بریدونه په شا تمبولي دي.

هغه زیاته کړه، په جګړه کې تر دې مهاله ۶۰ وسله وال وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو د بریدونو د دفع کولو وړتیا لري او خلک دې اندېښنه نه کوي.

په دې اړه چې وسله والو په دې وروستیو کې یو شمېر سیمې او امنیتي پوستې نیولې وویل، په ځینو سیمو کې یو شمېر هغه پوستې چې ډېره اړتیا نه ورته لېدل کېدله، نورو ځایونو ته لېږدول شوې دي.

دی وايي، د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري او په دې برخه کې د ولس همکاري ډېره مهمه ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته موضوع