Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا : په خلیج کې له خپلو پوځي د افغانستان د څارنې ماموریت پیل کړی

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن وایي ، د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، آسټن پرون د امریکا د سنا ملجس د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمیټې ته په استماعیه غونډه کې دغې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط په صورت کې ایا متحده ایالات افغان ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابروي او که نه.

ددغې استماعیه غونډې څخه څو ساعته مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړپوړو امریکایي مقاماتو له قوله رپور ورکړی و چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اجازې د ترلاسه کولو هڅه کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له خوا د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط د خطر په صورت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړي.

د امریکا د دفاع وزیر امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هوایي ملاتړ برابرول به “ډیر ستونزمن” وي.

د افغانستان وسله وال پوځ ته د هوایي ملاتړ د برابرولو نه غیر هم د امریکا متحده ایالات د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ماموریت لپاره دې ته اړتیا لري چې په پرله پسې توګه دغه هیواد د هوا له لور تر څارنې لاندې ونیسي.

آسـن وویل چې همدا اوس امریکایي پوځیان د هوایي ګزمو او نظارتي ماموریت لپاره کشفي الوتکې د فارس په خلیج کې د الوتکه لیږدونکو کښتیو او د خلیج د هیوادونو څخه افغانستان ته لیږي.

د امریکا د دفاع وزیر تائید کړه چې د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو له جملې نه په یو هیواد کې د امریکایي اډې د لرلو لپاره کار جریان لري، خو زیاته یې کړه چې په دې هکله د بحثونو لپاره مشخصه نیټه نه ده ټاکل شوې.

پاکستان چې په سیمه کې د متحده ایالاتو نژدېم تحد دی په خپله خاوره کې یې د امریکا د پوځي اډې جوړولو ته رد ځواب ورکړی، که څه هم چې یو شمیر رسنیو راپور ورکړی چې امریکایي او پاکستاني مقامات همدا اوس هم پدې اړه په بحث بوخت دي.

د امریکا د دفاع وزیر وایی، د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته به د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو پرضد چې په امریکا باندې د بریدونو نیت لري، د ترهګرۍ ضد ماموریت ته زیاته پاملرنه وکړي.

امریکایي مقاماتو چې نومونه یې د نیویارک ټایمز په رپوټ کې ندي ذکر شوي ویلي دي چې تر اوسه په دې هکله تصمیم ندی نیول شوی، خو د هغوی په وینا د کابل د سقوط او یا د داسې شرایطو په صورت کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکو او یا ددې هیواد متحدینو ځاني خطر متوجه وي، د جنګي جېټ الوتکو یا بې پیلوټه الوتکو نه د کار اخیستلو انتخاب تر غور لاندې دی.

ټاکل شوې چې په نژدې ورځو کې په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان کنیت (فرانک) مک‌کینزي د ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې د امریکا د سفارت د ساتنې او په افغانستان د پولې اخوا پدې هیواد کې د ترهګرۍ ضد ماموریت د پرمخ بیولو لپاره مختلف پوځي انتخابونه پنتاګون ته وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.