ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Mar 2019 - 17:10
author avatar
4 Mar 2019 - 17:10

د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند

د ټاکنو او شکايتونو د کمېسيونونو د کمېشنرانو لپاره د هيلمنو نوماندانو ټاکنې د ١٣٩٧ کال د جمعې ورځ چې  د کب  ١٠مه يا د مارچ له ١ نېټې سره سمون خوري په ارګ کې زما په ګډون د ١٧ ولسمشرۍ نوماندانو له خوا په راڼه ډول ترسره شوې.

که په پاى کې يې د قومي او جنسي جوړښتونو په پلمه د ولسمشرۍ ماڼۍ ورانې نه کړې، دغه ټاکنې به د هېواد د ولسواکۍ په تېرو ٢ لسيزو کې لومړنۍ رڼې ټاکنې ځکه وبلل شي چې ٨١ وړ د کمېشنرۍ نوماندان، د سياسي ګوندونو او په ټاکنيزو چارو کې بوختو مدني ټولنو، د پلټنې يوې جرګې ته چې ارګ ګومارلې وه، وروپېژندل.

هيلمنو کمېشنرانو خپلو اسنادو او تګلارو سره د ولسمشرۍ له ١٨ نوماندانو سره د کمپاين په موخه کتلي وو، د دوى په اړه د پلټنې جرګې هم ولسمشرۍ نوماندانو سره هر ډول معلومات شريک کړي و. د ټاکنو په ورځ هر نوماند کمېشنر ته ٣ دقيقې وخت ورکړل شوى و، په درېيمه دقيقه يې خبرې په اتومات ډول بندېدلې، غوره لا دا چې دغه ټول بهير له رسنيو په ژوندۍ بڼه ملت ليده.

دغه ستره لاسته راوړنه له اشرف غني او عبدالله پرته د نورو ١٤ نوماندانو ځکه بولم چې غني او عبدالله هڅه کوله په غير قانوني ډول په داسې وخت کې په خپله ګټه د ټاکنو قانون کې بدلون راولي چې دوى دواړه هم ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند دي، د بدلون غوښتنه يې دا وه چې د ټاکنو او شکايتونو کمېسيونونو مشران به په خپله خوښه يواځې ارګ ګوماري، دغه نادوده موږ او ١٢ نورو نوماندانو ورسره ونه منله او پايله يې دغه تاريخي ټاکنې شولې.

د دغو ټاکنو په پايله کې چې د شمېرنې په بهير کې يې ما ګډون وکړ، د کمېشنرۍ نوماندانو ته چې رايې ورکړل شوې، هر يو سید عصمت الله مل ٩ رايې په قوم سادات، بلخ استوګن، مولانا محمد عبدالله ٩ رايې، قوم تاجک، پنجشېر استوګن، اورنګزيب، ٨ رايې، قوم پښتون، پکتيا استوګن، حبيب الرحمن ننګ ٨ رايې، قوم پښتون، لغمان استوګن، زهره بيان شينواري ٧ رايې قوم پښتون، پروان استوګنه، محمد حنيف دانشيار ٨ رايې، قوم هزاره، غزني استوګن، يونس طغرا ٨ رايې، قوم ازبک، فارياب استوګن، هوا علم نورستانۍ ٨ رايې، قوم پښتون، نورستان استوګنه، محمد قاسم الياسي ٨ رايې، قوم هزاره، غزني استوکن، مسافر قوقند‌‌ي ٨ رايې، قوم، ازبک، فارياب استوګن، چمن شاه اعتمادي ٨ رايې، قوم هزاره، غزني استوګن، محمد ذاکر ذکي ٧ رايې، قوم هزاره، سمنګان استوګن، سيد قطب الدين رويدار٧ رايې، قوم سادات، کاپيسا استوګن، ګیتي ٧ رايې، قوم تاجک، کاپيسا استوګن، عبدالخالق حسيني پشه يي ٢ رايې ، محمد عارف حميد ٤ رايې، عوض علي سعادت ١ رايه، نياز محمد ٣ رايې، مهدي زاهدي ١ رايه، شهاب الدين خواجه عمري فيضي ١ رايه، محمود اکبري ٢ رايې، سيد معين الدين ٢ رايې، عبدالرحمن الفت محمودي ٢ رايې، ګل محمدالدين محمدي٣ رايې، نجيب الله عليزى ١ رايه، احمدالله نويد ١ رايه، حبيب الله مومند ١ رايه، ليلما عباسي ٢ رايې، عبدالباسط ٢ رايې، ډاکتر رفيع الله عطا ٣ رايې، محمد نظري ٦ رايې، مطع الله ابراهميزى ٦ رايې، هيلۍ ارشاد ٦ رايې، فريد محمدي ٣ رايې، عبدالولي وکيل ٢ رايي، سيد عبدالمعز ٢ رايې، محمد يوسف امين ځاځى رايې، محمد عادل ١ رايه، نور محمد کمال ١ رايه، محمد اصف صافى ٣ رايې، پوهنوال محمد نظري١ رايه، صغرا سعادت ٣ رايې، ذبيح الله بارکزى ٤ رايې، دين محمد شکيب ٢ رايې، پلوشه فضلي ٦ رايې، سيد عبدالله احمدي ٣ رايې، خالد احمد اوريا ١ رايه، فريده نيکزاد ٢ رايې، ويس سلطاني ٢ رايې، شاه سلطان عاکفي ٤ رايې، نجيب الله کامه وال ٧ رايې، تورضيا چرخي يوسفزى ٦ رايې، مولوي دين محمد عظيمي٧ رايې، حمدالله همدرد ١ رايه، صفي الدين مدثر ١ رايه، سيد ابراهيم سادات ٣ رايې، عتيق الله خواصي ٥ رايې، احمد شعيب شهير ١ رايه او اغلې رحيمه ظريفي ٥ رايې ترلاسه کړې دي. د کمېشنرۍ د نوماندانو ټوله تګلاره په راڼه ډول وه خو د کمېشنرانو د ګومارنې د بهير تګلارې کې١١ ماده حکومت د “ولسمشريزو ټاکنو د ګډو همکاريو شورا” چې د يوې وړې برخې نوماندانو ټولګه ده سره ناوړه جوړجاړى کړى او حکومت سره يې په ١١ ماده کې منلې چې “د دواړو کمېسيونونو غړي او د دارالانشا د رييسانو ټاکل وروسته له قومي او جنسي تړاونو چې په کمېسيونونو کې دود دى پر بنسټ د ټاکنو د قانون ٢٨ مادې تعديل ته په پام کې نيولو سره د دوه ورځو په موده کې د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي”.

موږ دا ١١ ماده نه منله ځکه مو د کمېشنرانو د ټاکنو په ورځ سهار وختي د غني په ګډون د ولسمشرۍ په ټولو نوماندانو لاندې خبرليک ووېشه: “سلامونه ښاغليو د ولسمشرۍ نوماندانو! ترننه موږ پوهه نه شو چې په کوم قانوني صلاحيت يو څو د ولسمشرۍ نوماندان سره راټولېږي او په ځان د شورا نوم کېږدي، په پاى کې د ټولو نوماندانو په استازيتوب  يو يا څو کسان ټاکي چې له حکومت سره د ټولو په استازيتوب خبرې وکړي، موږ تر ننه کومې شورا يا جرګې څخه نه خبر او نه دغه ډول جوړښتونه کوم قانوني حيثت لري. له اړوند د ولسمشرۍ نوماندانو څخه هيله کوو خپلو دغه ډول غير قانوني کړنو ته د پاى ټکى کېږدي او په غير قانوني ډول زموږ استازيتوب ونه کړي او نه د يو يا څو نوماندانو د ګټو لپاره قانون ترپښو لاندې کړي. که ځينې نوماندان د ګډو ناستو ډېر شوقيان وي بيا دې د ولسواکۍ په رڼا کې اخلاقي، ايماني او قانوني مېړانه وښيي، ګډ ايتلاف دې جوړ کړي يا ترهغه لا ښه يوه ډله يا ټيم دې شي. همدارنګه موږ په حکومت غږ کوو چې هر ډول استازيتوب بايد له ټولو نوماندانو څخه ليکلى واک يا استازي ولري، که نه موږ دا انګېرو چې يو شمېر نوماندان او حکومت په غير قانوني ډول د ټولو په استازيتوب ناوړه جوړجاړي کوي. چې تر دې وروسته به موږ اړ وو چې د ورته کړنو د مخنيوي لپاره د کورنيو او نړيوالو قانوني ادارو او ولس مرسته وغواړو، چې د هرډول پايلو پړه به يې د اړوند ښکېلو لوريو پر غاړه وي. همدارنګه د کمېشنرانو د ټاکنو تګلاره کې ١١ ماده د حکومت ځانغوښتنه او هغوى چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د شورا په نوم دغلته تللي وو وړتيا ښيي چې ٨١ کسانو ټاکنې ترسره کوي، خو بريالي کسان ٢ ورځې وروسته کمېسيونونو ته ورپېژندل کېږي، که دې تناسب ته وګورو نو د ولسمشريزو ټاکنو پايلې خو بايد څو کاله واخلي؟ موږ داسې هېڅ ستونزه نه وينو چې د قومي او جنسي جوړښتونو پربنسټ د کمېشنرانو ګومارل چې د قانون خلاف هم دى بايد په دغه وخت کې ترسره نه شي، دغه ډول کړنې موږ په ولسواکۍ ملنډو وهلو پرته بل څه نه شو ګڼلى، هيله ده همدا نن د رايو په پايله کې کسان کمېسيونونو ته د ټولو په مشوره وروپېژندل شي.

ملت وليده چې د کمېشنرانو د ټاکنې په ورځ او ځانګړي ډول د ورځې په پاى کې پرته له عبدالله او غنې ټولو د ولسمشرۍ نوماندانو زموږ دريځ غوره کړى وو چې غوښتل يې قومي او جنسي جوړښتونه هم د ټولو په رايه ترسره شوي واى او کمېشنران کمېسيونونو ته لېږل شوي واى ځکه مو په پيل کې وويل چې که غني او عبدالله دغه ټاکني ورانې نه کړي نو د هېواد تر ټولوياد ګاري ټاکنې به وي.

په قومي او جنسي بنسټونو دندې وېشل د اساسي قانون د ٢٢ مادې خلاف عمل دى چې وايي د افغانستان د اتباعو ترمنځ هرنوع تبعيض او امتياز منع دى.

د افغانستان اتباع ښځې او نارينه د قانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. همدا رنګه د ټاکنو قانون پنځمه ماده کې وايي: د ژبې، مذهب، جنس، قوم، فبيلې، سمت، استوګنې، ټولنيز يا وظيفوي موقف يا معلوليت پر بنسټ پر رايه ورکوونکو او نوماندانو باندې هر ډول مستقيم يا غير مستقيم محدوديت ممنوع دى. د ټاکنو له  قانون سره سم نن د کب په ١١مه يا د مارچ  په ٢مه بايد ولسمشرۍ ماڼۍ ١٤ کسه دواړو کمېسيونونو ته د يو فرمان له مخې وروپېژني، دوى به د خپلمنځي ټاکنو په ترڅ کې خپل مشران، مرستيالان او کمېشنران ټاکي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

نوررحمان لېوال د لېوال ملي مړښت پروګرام مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.