Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خوست کې د ماين چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي

خوست ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۰): ځينې چارواکي وايي چې د خوست په صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د دغې ولسوالۍ ولسوال محمداکبر ځدراڼ نن د (چنګاښ په ۱۸مه) پژواک خبري آژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ د زردارو په کلي کې رامنځته شوې ده.

اکبر ځدراڼ وويل، ماين مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و او هغه مهال يې چاودنه کړې، چې ماشومان په خپلو لوبو لګيا وو.

هغه زیاته کړه، د ماين چاودنې له امله درې ماشومان چې عمرونه يې د اتو او دوولسو کلونو کې ترمنځ وو، ځای پر ځای وژل شوي او يو بل تپي دی.

نوموړي زياته کړه، په وژل شوو ماشومانو کې دوه يې د يوې کورنۍ غړي دي.

بل خوا په دغه ولايت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عامه اړيکو دفتر د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي، چې ياد ماين د وسله والو طالبانو له خوا ایښودل شوی و.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.