جلال اباد (پژواک ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو په رېنجر موټر چاودنه شوې چې چارواکي وايي ۲۰ کسان يې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل چې نن ماښام شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند تالاشۍ چوک سيمه کې د پوليسو په رېنجر موټر چاودنه شوې ده.
دی که څه هم د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه لري خو وايي چاودنه د ګڼې ګوڼې په سيمه کې شوې شايد مرګ ژوسله ولری.
د نوموړي په خبره چاودنه د پوليسو په هغه رېنجر شوې چې دغه ځای کې د ګزمې او لپاره ولاړ و.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند طارق عزيز چاودنه تاييدوي خو وايي د مرګ ژوبلې معلومات نه لري.
د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک ته وويل چې تر اوسه د پېښې له ځايه روغتون ته ۲۰ ټپيان وروړل شوي دي.
دی وايي لا معلومه نه ده چې ټپيانو کې څومره ملکي دي او څومره نظاميان دي.
د چاودنې مسوليت چا نه دی منلی.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن