ګردېز (پژواک، ١٩ تله ١٤٠٠): د حکومتي مسوولينو له لوري د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې پنځه کسان له داعش ډلې سره د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پوځي عملياتو پر مهال په احمد ابا ولسوالۍ کې پنځه کسان له داعش وسله والې ډلې سره د همکارۍ په تړاو نيول شوي دي.
هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل خو ويې ويل چې له يادو کسانو څېړنې پيل شوې دي.
بل لور ته داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د نوي حکومت له راتګ وروسته دا لومړى ځل دى چې په پکتيا ولايت کې له داعش سره د همکارۍ په تور کسان نيول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په خوست ولايت کې ١٤ کسان له داعش وسله والې ډلې سره د همکارۍ په تور نيول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP