ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د وطني غاليو يو شمېر اوبدل خونې تړل شوې دي

په بلخ کې د وطني غاليو يو شمېر اوبدل خونې تړل شوې دي

author avatar
2 Nov 2021 - 16:14
په بلخ کې د وطني غاليو يو شمېر اوبدل خونې تړل شوې دي
author avatar
2 Nov 2021 - 16:14

مزارشريف (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د قالينو د تولید کوونکو اتحاديې مسوولين وايي چې په روان کال کې د نړيوال بازار نشتوالي له امله د وطني غاليو يو شمېر اوبدل خونې تړل شوې دي.

دوی همدا راز وايي چې د خلکو اقتصادي بحران او د خامو موادو نشتون هم د قالينو د پېر او پلور پر بازار منفي اغېزې کړې دي.

ياد سوداګر له حکومته غوښتنه کوي چې بهر ته د افغاني قالينو د صادرولو لپاره دې اسانتياوې رامنځته کړي.

له دې سره د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، حکومت هڅه کوي څو د قالينو په ګډون د ټولو افغاني توليداتو لپاره د صادراتو لارې پرانيستل شي.

په بلخ کې د وطني قالينو د توليد کوونکو اتحاديې مسوول عبدالستار بېکزاده پژواک ته وويل چې په شمال زون کې ورځ تر بلې د قالينو کاروبار ټکنی کېږي.

د هغه په وينا، له يوې خوا په نړيوال بازار کې د افغاني قالينو لپاره د تقاضا کمېدل او بل لور ته د لارو تړل کېدو له امله د صادراتو نشتون هغه موارد دي چې له امله يې يو شمېر اوبدل خونې تړل شوې دي.

هغه زياتوي چې د قالينو ځيني توليدوونکي شرکتونه په بشپړ ډول سقوط شوي او يو شمېر نورو يې په خپلو کارونو کې تر ۸۰ سلنې پورې کموالى راوستی دی.

بېکزاده وويل: ((د بېلګې په ډول يو شرکت چې پخوا يې د قالين اوبدلو څلور زره دستګاوې درلودې اوس يې تقريبا خپل کار توقف کړی دی، دلیل يې دا دی چې بيروني بازار کې تقاضا کمه شوې، د کرونا له امله نړيوال بازارونه محدود شوي، د صادراتو لارې تړل شوي.))

د هغه په وينا، لا هم پخوانۍ توليد شوي قالينې له سوداګرو سره په زېرمو کې پرتې دي او د لارو بندېدو له امله يې بهر ته نه شي لېږدولی.

نوموړي وويل چې د قالينو د صنعت پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه يې په وار وار د بلخ له سيمه ييزو مسوولينو او د تجارت وزارت له مشرانو سره ناستې کړي او هغوی ورته د شته ستونزو د حل ژمنه ورکړې ده.

مزارشريف کې د وطني غاليو سوداګر حاجي شهاب الدين پژواک ته وويل چې له تېرو دوه کلونو راهيسې د افغاني قالينو صنعت ورځ تر بلې خرابېږي.

د هغه په خبره، لومړی د کرونا ويروس له امله او وروسته بيا افغانستان کې د تحول له رامنځته کېدو سره د سرحدي بندرونو تړل کېدو له امله سوداګرو ته پراخ مالي زيانونه اوښتي دي.

د نوموړي په وينا، د سوداګرو پر پيسو لګول شوي محدوديتونه هم د دې لامل شوي چې د غالۍ اوبدلو ډېری کارخونې خپل فعاليتونه وځنډوي.

د هغه په خبره، حکومت بايد د وضعيت د عادي کېدو په خاطر صادراتي لارې پرانيزي او سوداګرو ته دې اسانتياوې رامنځته کړي.

جمعه مراد د مزارښار کې د نهمې ناحيې اوسېدونکی دی چې د غاليو اوبدل ورته له پلار نيکه ور پاتې دي.

هغه وايي چې پخوا به د غاليو سوداګريزو شرکتونو ده ته فرمايش ورکاوه او ده به د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای له تقاضا سره سم غالۍ اوبدله او شرکت ته به يې سپارله.

خو هغه وايي چې له تېر يو کال راهيسي يې کاروبار بيخي د نشت برابر دی او څوک ورته فرمايش نه ورکوي.

نوموړي وويل: ((زموږ په کورنۍ کې څلور کسان وو چې د غالۍ اوبدلو پر صنعت بوخت وو، او د مياشتې مو له همدې لارې له ۴۰  تر ۵۰ زره افغانيو عايد درلود؛ خو اوس نږدې دوه مياشتې شوې، چې يوه قالينه مو هم نه ده اوبدلې، ځکه فرمايش نشته او له همدې امله مجبوره شوي يو چې ښار ته ووځو او روزمزدوري وکړو.))

بل لور ته د افغاني قالينو يو شمېر پلورونکي وايي چې افغانستان کې د رامنځته شوي اقتصادي بحران له امله خلک وطني قالينې د نرخونو لوړېدو له امله نه شي پېرلی.

مزارشريف کې د قالينو يو تن پلرونکي محمد مصطفی پژواک ته وويل چې پخوا يې د وطني قالينو پلورنځی درلود، خو اوس يې په دوکان کې ۹۰ سلنه خارجي قاليني د پلور لپاره ايښې دي.

نوموړی که څه هم پوهېږي چې د خارجي قالينو کيفيت د وطني قالينو په مقابل کې خوار ټيټ دی، خو زياتوي چې وطني قالينې مشتريان نه لري، نو ځکه ده د خارجي قالينو پلور ته مخه کړې ده.

په ورته مهال د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ريس مولوي ذبيح الله نوراني پژواک ته وويل چې وروستيو اوونيو کې د افغاني توليداتو د صادراتو لپاره د حکومت هڅې ګړندۍ شوې دي.

هغه زياته کړه چې دمګړۍ له ازبکستان سره سوداګريزه لار پرانيستل شوې او دوی هڅه کوي چې قالينو ته هم له همدې لارې د انتقال زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل، حکومت ژمن دی څو د ټولو سوداګرو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

د نوراني په خبره، په ډېر لنډ وخت کې به د غاليو صنعتکاران د ګڼو اسانتياوو رامنځته کېدو شاهدان واوسي.

د يادونې ده چې د وطني قالينو اوبدل د بلخ په ګډون په ټولو شمالي ولايتونو کې مهم صنعت ګڼل کېږي چې يو زيات شمېر کورنۍ له همدې لارې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره کوي.

Views: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.