ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 یو شمېر نظامیان خوښ دي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته کولای شي په ازادانه ډول خپلو سیمو ته لاړ شي

 یو شمېر نظامیان خوښ دي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته کولای شي په ازادانه ډول خپلو سیمو ته لاړ شي

author avatar
22 Dec 2021 - 17:46
 یو شمېر نظامیان خوښ دي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته کولای شي په ازادانه ډول خپلو سیمو ته لاړ شي
author avatar
22 Dec 2021 - 17:46

فراه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د تېر نظام یو شمېر نظامیان چې د جګړې په پای ته رسېدو توانېدلي له کلونو وروسته خپلو پلرنیو سیمو ته لاړ شي خوښ دي او هیله لري چې نور هېڅکله هېواد کې د جګړې شاهدان نه وي، هېوادوال یې په امن او ارامۍ کې ژوند وکړي.

په هېواد کې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په بېلا بېلو نومونو جګړه روانه وه، یاده اوږده جګړه د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر نظام تر سقوط او له هېواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته پای ته ورسېده، د تېر نظام مخالفینو د کابل او ټولو ولایتونو په نیولو سره سرپرست حکومت اعلان کړ او د نظامیانو په ګډون یې د مخکني حکومت ټولو کارکوونکو ته عمومي بښنه اعلان کړه.

په دې سره هغو کسانو ته چې له کلونو راهیسې د امنیتي ستونزو له امله خپلو پلرنیو سیمو ته نه شو تللی کلي ته د تګ زمینه برابره شوه.

د شرف الدین اشرفي فراهي په نوم د مخکني حکومت پولیس منسوب هم له دې ډلې کسانو دی.

دغه ۳۲ کلن ځوان د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ د خوست کلي اصلي اوسېدونکی دی خو په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده او دغه کلي ته نه و راغلی، ځکه یاد سیمه د اوسني حکومت ځواکونو تر کنټرول لاندې وه چې هغه مهال د تېر حکومت مخالفین وو.

اشرفي له سیاسي بدلون او تېر حکومت تر سقوط وروسته په داسې حال کې خپل پلرني کلي ته تللی چې په خبره یې له سیاسي بدلون مخکې ده او هغه ته ورته کسانو ته خپلو کلیو ته تلل یو خوب او خیال و.

هغه په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل، له دې امله چې له شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته توانېدلی خپل کلي ته لاړ شي دومره خوشاله دی چې نه شي کولای بیان یې کړي.

هغه چې کندهارۍ خولۍ یې پر سر وه او اوس خپل کلي کې دی وايي، کله یې چې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله په بد او د اندېښنې وړ وضعیت کې و، د ژوند لپاره یې هیله نه لرله، ځکه که څه هم د پولیسو دنده د قانون تطبیق او له جنايي جرمونو سره مبارزه ده، خو هغه مهال پولیس په جګړو کې هم ښکېل و او هره ورځ به یې ډېر شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښته.

اشرفي خوشاله دی چې هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته خونړۍ جګړه پای ته رسېدلې ده او زیاته یې کړه: ((اوس مې ژوند ښه شوی، ارامه یم، اقتصاد مې هم لوړ شوی، اوس بزګري کوم او ترڅنګ یې یو دوکان لرم، د خدای ج شکر دی چې هېواد کې ارامي راغلې ده.))

دغه ځوان وویل، اوس کلي کې له اوسېدو، او کرونده کې له کار کولو خوند اخلي.

د اشرفي سپین سرې مور هم هېواد کې د جګړې په پای ته رسېدو او سوله خوشاله ده وايي، د جګړې پر مهال یې شپه او ورځ ډار درلود چې زوی یې (اشرفي) په جګړه کې ونه وژل شي.

هغه زیاتوي، کله به یې چې د درنو او سپکو وسلو غږ اورېده فکر یې کاوه چې زوی یې د جګړې ډګر کې دی او وژل کېږي.

هغې وویل، په هېواد کې د سیاسي بدلون په رامنځته کېدو او خونړۍ جګړې تر پای ته رسېدو وروسته دغه اندېښنې ختمې شوې، د ځان او نورو خلکو د راتلونکي لپاره هیله منه شوې ده.

اشرفي خپلو څلورو کوچنیو لوڼو ته چې د دوکان مخې ته یې لوبې کولې اشاره وکړه او ویې ویل، د جګړو پر مهال نه یوازې مور او د کورنۍ نور غړي د ده په اړه اندېښمن و، ماشومانو یې هم له دې وضعیته اندېښنه درلوده.

دا یوازې اشرفي نه دی چې د جګړې پای ته رسېدل یې د روحي ارامي، خوشالۍ او کلي ته د تګ لامل شوی، بلکې ډېری نور نظامیان او ان د دولت ملکي کارکوونکي چې د امنیتي ستونزو له امله کلي ته نه شو تللی توانېدلي چې په ارامه فضا کې خپل پلرني کلي کې ژوند وکړي.

۲۶ کلن مسعود د فراه ښار په څلور کیلومترۍ کې د ګنهکان کلي اصلي اوسېدونکی دی چې مخکې یې د فراه ولایت ملي امنیت ریاست کې له درنو جرمونو سره د مبارزې برخه کې دنده ترسره کوله، خو د امنیتي ستونزو له امله خپل کلي ته نه شو تللی.

هغه وايي چې هیڅکله یې داسې احساس نه کاوه چې خپل کلي ته لاړ شي او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې تګ رانګ وکولای شي. مسعود اوس خپل کلي ته تللی او شنه خونه یې جوړه کړې ده.

هغه هم د اشرفي په څېر کلي کې له ارامه ژوند خوشاله دی او وايي: ((دا ټول هېواد کې د سولې او ارامۍ د رامنځته کېدو برکت دی.))

اشرفي او مسعود دواړه هیله لري چې نور هېڅکله هېواد کې د جګړې شاهدان نه وي او هېوادوال یې په ارامۍ، خوشالۍ او یووالي کې ژوند وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.