کندهار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): په کندهار کې د تېرې ورځې (جمعې) ورښت که څه هم خلک خوشبین کړي او تمه لري چې د کښتونو لپاره به ګټور تمام شي، خو د کندهار ښاریان بیا شکایت کوي چې د ویالو او پاتاوونو د بندېدو له امله په ځینو ساحو کې اوبه په سړکونو ور اوښتي او کورونو ته ننوتلې دي.
دوی زیاتوي، که څه هم د ښاروالۍ کارکوونکو ځينې ویالې او او کانالونه پاک کړي دي، خو بیا هم له لږ ورښت سره اوبه له ویالو څخه سړکونو ته اوړي او په ځينو ساحو کې هټیو او کورونو ته ننوځي.
د کندهار اوسېدونکی سمیع الله وایي، د تېرې ورځې له ورښت سره د کندهار ښار د میرویس روغتون او ځینو نورو ساحو سړکونه د باران اوبو پر سر اخیستي وو او له کثافاتو ډک کړي وو.
دی زیاتوي، د روغتون چاپېریال باید تر هر ځای پاک وای ځکه چې له کثافاتو او چټلو ناروغۍ نورې هم ډېرېږي.
د کندهار ښار د ۷مې ناحیې اوسېدونکی عبدالرحمن هم وايي، له ورښت مخکې د ډېرو سیمو چرۍ سمې نه دي پاکې شوې، ځکه خو د لږو اوبو په راتګ سره بندېږي او اوبه پر سړکونو بهېږي او کورونو ته ننوځي.
دی وایي، په تېرو کلونو کې د بارانونو د اوبو له امله د دوی په ناحیه کې ډېر کورونه زیانمن شوه او ان ځینې ونړېدل چې دا ډېره لویه ستونزه ده.
هغه وایي، که څه هم د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي په کار بوخت دي خو باید مخکې له مخکې پوره چمتووالی نیول شوی وای.
بل خوا کندهار ښاریان پر نورو خلکو خلکو غږ کوي چې د ویالو په پاک کاري او کثافاتو په ټولولو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي ځکه ښار د ټولو ګډ کور دی.
د کندهار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی سید احمد وایي، اکثره کسان کثافات د سړک پر غاړه غورځوي او ټاکلي ځای ته یې نه وړي او دا کثافات بیا د اوبو د ویالو د بندېدو لامل کېږي.
هغه له خلکو غوښتنه کوي چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکار پاتې شي څو د ورښتونو پر مهال له ستونزو سره مخه نه شي.
پر همدې مهال د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وایي، که څه هم د ښاروالۍ د تنظیف پرسونل لا له وړاندې د کندهار ښار ویالې او د اوبو کانالونه پاک کړي وو خو دا چې تېره ورځ او شپه ډېر باران و اورېد نو ځکه د ښار په ځينو ساحو کې اوبه سړکونو ته اوښتې دي.
دی وایي، د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو تېره شپه هم ویالې پاکې کړې او اوس هم په کار بوخت دي څو د ټولو هغه سیمو ویالې پاکې کړي چېرې چې اوبه سړکونو ته اوښتې وې.
په کندهار ښار کې د منظم کانالیزاسیون د نشتوالي له امله ډېر مهال ورښتونه خلک زیانمنوي چې په تېرو کلونو کې یې نه یوازې لسګونه کورونه نړلي، بلکې خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.