کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم د هالنډ له لوبډلې وګټله او د راتلونکي کال نړیوال جام ته یې لاره ومونده.
کرکټ بورډ ادارې ویلي، ملي لوبډلې د کرکټ ۵۰ اوریزې یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لړ کې چې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې، دویمه لوبه د ۴۸ منډو په توپیر له هالنډه وګټله.
یادې لوبې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره کېږي.
د یادونې ده، د کرکټ ملي لوبډلې په دغو بریاوو سره د راتلونکي کال نړیوال جام ته لاره ومونده.
ټاکل شوې چې د هالنډ او افغانستان ترمنځ درېیمه لوبه سبا (سې شنبې) ترسره شي.
Views: 145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن