ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز ښار ځینې هټۍ او مارکېټونه د ځینو ستونزو په اعتراض کې تړل شوي

د ګردېز ښار ځینې هټۍ او مارکېټونه د ځینو ستونزو په اعتراض کې تړل شوي

author avatar
6 Feb 2022 - 15:18
د ګردېز ښار ځینې هټۍ او مارکېټونه د ځینو ستونزو په اعتراض کې تړل شوي
author avatar
6 Feb 2022 - 15:18

ګردېز (پژواک، ١٧ سلواغه ١٤٠٠): د پکتيا په مرکز ګردېز کې يو شمېر هټۍوالو خپلې هټۍ او مارکېټونه د يو لړ ستونزو له امله د اعتراض په ډول تړلي دي.

دغه اعتراض نن پيل شوی او اعتراض کوونکي وايي چې په ښار کې دې درملتونونه  نورو سيمو ته نه لېږدول کېږي او پر خپل ځای دې پاتې وي.

د ياد ښار يوه ډاکتر فضل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ګردېز ښاروالي غواړي چې په  ښار کې دننه ټول درملتونونه د بلندمنزلو په نوم سيمې ته ولېږدوي چې د ټولو درملتونونو لپاره د دې کار کولو لپاره شرايط برابر نه دي.))

نوموړی وايي چې درملتونونه بايد د ښار په ټولو برخو کې فعال وي څو خلک او ناروغان په هر ځای کې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ولري.

د ډاکتر فضل په خبره، بله لويه ستونزه دا ده چې د اوسنيو درملتونونو پر جوړولو لکونه افغانۍ لګول شوې او که چېرې بلې سيمې ته لېږدول کېږي، بيا به د دوکانونو پر جوړولو لکونه افغانۍ لګول کېږي.

د ده په خبره، که چېرې ښاروالي د دوی ستونزو ته معقوله لاره پيدا نه کړي، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

له بلې خوا په ګردېز ښار کې يو شمېر د خوراکي توکو هټۍوالو هم خپلې هټۍ د اعتراض په ډول تړلې دي.

يو هټۍوال  نورمحمد وايي: ((دلته په ګردېز  ښار کې سلګونه  درملتونونه  موجود دي او په  ښار کې د نورو هټۍوالو لپاره هم په کې کاروبار برابر دی، خو که چېرې دغه درملتونونه بلې سيمې ته ولېږدول شي، ښار به ګډوډ او بېخي سقوط وکړي.))

نوموړی وايي چې د درملتونونو په لېږد کې نه يوازې چې هټۍوال تاوان کوي، بلکې عامو خلکو ته به هم دا سخته وي چې د کمو درملو اخيستلو لپاره د ښار بلې څنډې ته ولاړ شي.

دی وايي، ښاروالي بايد د خلکو او هټۍوالو په خوښه په ښار کې د نظم راوستلو لپاره ناسته وکړي او د دوی په خوښه دا کار وکړي.

خو د ګردېز  ښاروال مولوي محمد شريف الهام  پژواک ته وويل: ((کوم اقدام چې ښاروالۍ د ګردېز ښار د درملتونونو د لېږد په برخه کې کړی، موخه يې يوازې د ښار نظم دی.))

ده وويل، د دې ستونزې د حل لپاره يې د بېلابېلو ادارو له خوا يو پلاوی ټاکلی، څو د دې موضوع ټول اړخونه وسنجوي او بيا اقدام وکړي.

نوموړی وايي چې په ښار کې هر کسبګر په بېلابېلو ځايونو کې فعاليت کوي چې له يوې خوا يې د ښار نظم خراب کړی او له بلې خوا يې د ښار پاکوالي ته هم زيان رسولی دى .

د صابري په خبره، په وار وار يې په ګردېز ښار کې د درملتونونو له مسوولينو سره خبرې کړې خو ټولو په يوه خوله قانع کوونکې مشوره نه ده ورکړې.

د يادولو ده، په دې وروستيو کې د ګردېز ښاروالي د ښار د نظم او ماسټر پلان د تطبيق په موخه يو لړ اقدامات کړي چې ځيني يې د ښاريانو د خوښې وړ ګرځېدلي او په ځينو کې لا هم ستونزې شته دي.

Views: 337

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.