ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر فواد پيرزاد د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

ډاکټر فواد پيرزاد د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

author avatar
20 Feb 2022 - 10:18
ډاکټر فواد پيرزاد د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
author avatar
20 Feb 2022 - 10:18

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): امنيتي ځواکونو د کابل د طبي پوهنتون استاد ډاکټر فواد پيرزاد د تښتوونکو له بنده ژغورلی او خپلې کورنۍ ته يې سپارلی دی.

د راپورونو له مخې، د کابل طبي پوهنتون استاد او د اعصابو جراحي مشهور ډاکټر احمد فواد پیرزاد د سلواغې په ۱۴مه د کابل ښار د کارته چهار له سیمې تښتول شوی و.

د استخباراتو رياست پر خپل ټویټر ليکلي، ډاکتر فواد پیرزاد چې څو ورځې وړاندې له کابل ښاره تښتول شوی و، تېره ورځ د استخبارتي منسوبینو له لوري وژغورل شو او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

سرچینه ليکي، د پیرزاد د اختطاف کېدو په تړاو څو کسان نیول شوي هم دي او څېړنې ترې روانې دي.

سرچینې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د تېرې سلواغې په ۲۲مه هم د ياد ډاکټر د تښتونې په تور په فراه کې ۳ کسان نیول شوي وو.

Views: 144

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.