ژبه

ننګرهار کې يو کس پر ډزو د ځان په ګډون د کورنۍ پنځه غړي ويشتي

جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې يو ځايي اوسېدونکي د وسلې د استعمال پرمهال د بې احتياطۍ له امله پر ډزو د ځان په ګډون د کورنۍ څلور غړي ټپيان کړي او پلار يې وژلی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي چې دغه پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په پاس پچير سيمه کې رامنځته شوې ده.

د قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د کب په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغې سيمې د يوه اوسېدونکي خيال شاه څخه د کور په خونه کې خطايي ډزې شوي چې له امله يې د خيال شاه پلار وژل شوی او د نوموړي په ګډون څلور کسان ټپيان دي.

دی زياتوي: ((په ټپيانو کې د وژل شوي شخص لور، لمسی، اينګور او زوی يې چې ډزې ترې شوي دي شامل دي، چې ټپيان د درملنې لپاره د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي خو د يوه ټپي چې کوچنی ماشوم دی، روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.))

خيال شاه چې د پېښې عامل دی وايي، پلار يې د کور د ساتنې لپاره نوې تومانچه اخيستې وه، ده غوښتل چې هغه وګوري چې په ورخطايۍ کې ترې ډزې شوي او دغه پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه: ((تومانچې ته مې چې ګوتې ور وړې، ډزې شوې، بيا په ځان نه وم پوه شوی، خو کوټه ټوله په وينو وه او ټول لګېدلي وو، پلار مې شهيد شو، يوه خور مې، ورېندار مې او زوی مې ټپيان دي، زه خپله هم ټپي شوی يم.))

ځايي اوسېدونکو هم ويلي چې دغه پېښه د ياد شخص د وارخطايي له امله رامنځته شوې ده.

ورته موضوع