ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور- کابل پر لویه لار په واورو کې ایسار لسګونه مسافر بېړنۍ مرسته غواړي

د غور- کابل پر لویه لار په واورو کې ایسار لسګونه مسافر بېړنۍ مرسته غواړي

author avatar
24 Feb 2022 - 18:29
د غور- کابل پر لویه لار په واورو کې ایسار لسګونه مسافر بېړنۍ مرسته غواړي
author avatar
24 Feb 2022 - 18:29

فیروزکوه (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۰): د غور- کابل پر لویه لار یو شمېر مسافر وايي چې له نن سهار راهیسې د «بکک» کوتل کې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله بند پاتې دي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دوی دغه څرګندونې له پژواک سره ټيلېفوني اړیکه کې بیان کړې دي.

د قاسم احمد په نوم یو مسافر وايي: ((موږ له سهار راهیسې واوره کې بند او بکک کوتل کې یو، اته موټر دي، په سپرلۍ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، موږ غواړو چې دولت ژر تر ژره دغه مسیر خلاص کړي څو وکولای شو خپل مقصد ته ورسېږو.))

نوموړي زیاته کړه، په دې سیمه کې د بند پاتې مسافر ۸۰ کسان دي، که رسېدنه ورته ونه شي، ښايي انساني ناورین رامنځته شي.

د ګل احمد په نوم بل مسافر پژواک ته وویل، دوی څو ځلې له دولتي مسوولینو سره اړیکه نیولې خو تر اوسه ورته هيڅ مرسته نه ده رسېدلې.

نوموړی وايي: ((څو ځلې مو له مسوولینو سره اړیکه نیولې، موږ ته یې د همکارۍ ژمنه راکړې، خو تر اوسه هيڅ کس نه دی راغلی چې دغه مسیر پاک کړي او په واورو کې بند پاتې مسافر وژغوري، دلته هوا سړه ده، ښځې او ماشومان هم شته، موږ غواړو چې بیړنۍ مرسته راته ورسېږي څو لاره خلاصه شي، یا موږ خوندي ځای ته انتقال شو.))

په همدې حال کې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي عبدالحي زعيم وويل چې د فوايد عامې رياست چارواکي د لارې خلاصولو او د بند پاتې مسافرو د ژغورلو په هڅه کې دي.

نوموړی وایي: «مسافر  او بند پاتې موټر، موږ د فواید عامې له مسوولینو سره خبرې کړې، څو لوډر لاړ شي او لاره پاکه کړي، خامخا چارواکي ځي او مسافر ژغوري.»

په ورته مهال د غور د اطلاعاتو او کلتور امر مولوي محمد حماس د دغه ولايت د ټولګټو رياست د مسوولينو له خولې ويلي چې موټر چلوونکي د واورې پاکولو د شرکتونو له مسوولينو سره له همغږۍ پرته له کابله حرکت کړی او په واورو کې ایسار پاتې دي او هغوی هڅه کوي څو دغه لاره له واورې پاکه او مسافر وژغوري.

بکک کوتل چې د باميان او غور ولايتونو ترمنځ پر پوله پورته دی، ډېری مهال پرله پسې او درنو واورو ورېدو او توپانونو له امله د تګ را تګ پر مخ تړل کېږي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.