ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کي داخلي بېځایه شوي د ژوند له بد وضعیته شکایت لري

جوزجان کي داخلي بېځایه شوي د ژوند له بد وضعیته شکایت لري

author avatar
11 Apr 2022 - 17:19
جوزجان کي داخلي بېځایه شوي د ژوند له بد وضعیته شکایت لري
author avatar
11 Apr 2022 - 17:19

شبرغان (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): ځينې بېځایه شوې او د تېرو جګړو له امله زیانمنې کورنۍ چې په شبرغان ښار کې مېشت دي، سرپناه او د ژوند امکاناتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.

ځينې دغه کورنۍ د شبرغان ښار په څنډو کې ژوند کوي، ادعا لري چې د څښاک پاکو اوبو، برېښنايي انرژۍ، روغتیايي خدمتونو او ښوونځي ته لاسرسی نه لري، خو حکومتي مسوولین وایي چې هڅې روانې دي چې د دوی ستونزو ته د رسېدو په برخه کې عملی اقدام ترسره شي.

۶۰ کلن ملا شېرمحمد چې د جګړې له امله د سرپل ولایتله کوهستانات ولسوالۍ شبرغان ښار ته راغلی، وايي: ((څلور کاله مخکې مې هغه مهال شبرغان ښار ته پناه راوړه چې یوازېنۍ زوی مې په جګړه کې ووژل شو.))

هغه زیاتوي: ((په شبرغان ښار کې په سختو حالاتو کې ژوند کوي، د ژوند له ټولو نعمتونو بې برخې یم او د ژوند کولو لپاره ډېر کوچني امکانات هم نه لرم.))

هغه چې د خواجه دوکوه ولسوالۍ په رحمت اباد کلي کې تر خېمې لاندې ژوند کوي وویل: ((نه کور لرو، نه ښوونځی لرو، نه کلینیک او برق لرو، د دې سیمې ټول خلک له جګړو بېځایه شوي چې یو شمېر یې زما په څېر په خېمه کې ژوند کوي.))

هغه زیاته کړه: ((د چارو له مسوولینو غواړو چې زموږ وضعیت ته توجه وکړي، زموږ د ستونزو د حل لپاره چاره ولټوي، یا خپلو کورونو ته زموږ لپاره د تګ زمینه برابره کړي؛ ځکه ټول شته مو د تېرو کلونو جګړې پر مهال له لاسه ورکړي دي.))

د صبغت الله په نوم بل کس چې له فاریابه شبرغان ته بېځایه شوی، وايي: ((د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکی یم، دوه کاله مخکې کله چې د هغه مهال د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړې زور واخیست، زموږ په کور کې د راکټ مرمۍ ولګېده او موږ مجبور شوو چې خپل کورونه پرېږدو، زه یو زوی او څلور لوڼې لرم، د ژوندي پاتې کېدو په موخه شبرغان ښار ته راغلي یو.))

نوموړی وايي، اوس مهال مې یوازې یو زوی کار کوي، کله ورته کار پیدا کېږي کله بیا تش لاس کور ته راځي.

هغه زیاته کړه: ((ځيني وخت خپله هم کار کوم، څو وکولای شم د کورني اقتصاد په برخه کې له خپل زوی سره مرسته وکړم.))

نوموړي زیاته کړه: ((د چهل مرد کلي کې ژوند کوي، لونې مې هم خیاطي کوي، د غربت ژوند لرو، خو سیمه کې مو د خدماتو څرک نه لګېږي.))

هغه خپل ولایت ته د ستنېدو غوښتنه کوي وايي: ((زموږ پر سر د برېښنا مزی تېر شوی، خو موږ برق نه لرو، اولادونه مې د ښوونځي د نشتون له امله بېسواده پاتې کېږي، کلینیک له موږ ډېر لرې دی.))

نوموړي په زیاته کړه: ((تېر کال دوه ځلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست له خوا له موږ سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه، خو زموږ د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره توجه نه کېږي.))

خو د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنک رییس ډاکټر هلال بلخي وايي چې په سرپل او فاریاب ولایتونو کې له بېځایه شوو او د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته شوې ده.

نوموړي روښانه کړه چې د یادو بېځایه شوو کسانو د ستونزو د حل لپاره به ځيني اقدامات ترسره شي.

هغه زیاته کړه: ((موږ په لومړي قدم کې وکولای شول چې دوی ته د ځينو غیر دولتي موسسو له خوا نغدې پیسې او د خوراکي توکو مرسته وکړو، اوس مهال هم هڅې روانې دي چې نورو ستونزو ته یې هم رسېدنه وشي.))

د نوموړي په خبره، د بېځایه شوو په سیمو کې به ډېر ژر د برېښنا خدماتو، روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د کلینیکونو جوړولو، د سړکونو جوړولو، اوبو رسولو او ښوونځیو پروژې عملي شي.

هلال وویل: ((یو پروګرام چې اوس مهال پرې کار روان دی د یادو کورنیو لپاره د کاری فرصتونو برابرول دي، څو د اقتصادي ځان بساینې برخه کې رول ولرو.))

هغه روښانه کړه، خپلو سیمو ته د یادو کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره د زمینې برابرول هم هغه مسئله ده چې کار پرې روان دی.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ هڅه کوو چې د مالي سرچینو د جذب له لارې د جګړې له امله د زیانمنو کورنیو لپاره د دوی په سیمو کې لږ تر لږه دوې خونې، یو دهلیز، پخلنځی او یو تشناب جوړ کړو او دوی خپلو سیمو ته ستانه کړو.))

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي: ((د برېښنا رسولو، د ګازو استحصال او پروسس پروژو کې د یادو کورنیو د جذب په برخه کار روان دی، په عملي کېدو سره به یې د یادو کورنیو ډېرې ستونزې حل شي.))

په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۱۲زره کورنۍ له فاریاب، سرپل او د جوزجان ولایت له ولسوالیو څخه شبرغان ښار ته پناه راوړې وه، چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کورنۍ یې د خپلو کورونو د تخریب له امله اوس هم په دغه ښار کې ژوند کوي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.